میاخېل: د هرات امنیتي کنفراس قومي او تعصبي اجنډا لرله او د کرېکټ ضد ویناوې په کې شوي

د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل د هرات امنیتي کنفرانس دولسم پړاو په اړه ویلي، چې دغه کنفرانس د ملي سرود پرته په قومي او تعصبي اجنډا جوړ شوی دی.

نوموړی وایي، چې په کنفرانس کې د کرېکټ ټيم پر ضد بیانونه ورکړل شوي دي.

د هرات امنیتي کنفرانس دولسم پړاو د دوشنبې په ورځ د هسپانیې په مادرید ښار کې د «افغانستان د هیلو د بیا راژوندۍ کولو ګډې هڅې» تر سرلیک لاندې پیل شوی او ټاکل شوې، چې دوه ورځې به دوام وکړي.

‏شاه محمود میاخېل په خپل اېکس کې لیکلي: «د هرات د امنیتي ډیالوګ په هکله زما نظر دا و او دی چې پروسږکال چې مونږ ګډون وکړ، یو شرط یې د ملي سرود مسله وه چې باید ملي سرود په پروګرام کې شامل وای او هغوی دا ومنله. خو سږکال دوی ملي سرود د پروګرام نه لرې کړ او هم یې قومي او تعصبي اجندا لکه د ملي کرکټ ټیم په ضد بیانیو ته ځای ورکړ».

ښاغلی میاخېل وایي، داسې کنفرانسونه نه شي کولې چې د افغانستان لپاره له ناورین څخه د وتلو کومه موثره او مثمره نسخه وړاندې کړي.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ په وینا، په دغې غونډه کې سیاسي شخصیتونو، د افغان حکومت پخوانیو چارواکو او د بېلابېلو سازمانونو او هېوادونو استازو ګډون کړی دی.

دغه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د غونډې په مهمو موضوعګانو کې به په نړۍوال سیاست کې د افغانستان دریځ، د ترهګرۍ ګواښ او د هېواد په راتلونکې کې د ډیپلوماسۍ رول شامل وي.

په دې غونډه کې د افغانستان د راتلونکې لپاره د حل لارې او له دغه هېواد سره د نړۍوالو همکاریو د پیاوړتیا لټه کېږي.

د یادولو ده، چې د هرات د امنیتي ناستې پخوانی ۱۱م پړاو د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې ترسره شو.

په دې ناسته کې د «طالبانو د واک انحصار» او د افغانستان د راتلونکې لپاره د هغې پر پایلو بحث شوی و.