سمېع سادات: له طالبانو څخه د وسلو په اخیستلو کې له امریکا سره همکارۍ ته چمتو یم

د جنرال سمېع سادات په مشرۍ د افغانستان متحدې جبهې د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ له هغو څرګندونو چې پر بنسټ یې له طالبانو څخه دې د دغه هېواد وسلې بېرته واخیستل شي، هرکلی کړی او په وینا یې، په دې برخه همکارۍ ته چمتو دی.
د افغانستان متحدې جبهې د دوشنبې په ورځ (د کب ۶مه) د اېکسپاڼې له لارې په یوه بیان کې د ټرمپ له څرګندونو ملاتړ اعلان کړ او ټینګار کوي، چې د طالبانو بېوسلې کېدل د سیمهییز ثبات د رامنځتهکېدو، افغانستان ته د امنیت د بېرته راګرځېدو او د نړۍوالو ترهګرو ډلو د له منځهوړلو لپاره یو بنسټیز ګام دی.
نوموړې جبهې خبرداری ورکړی، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې په لویه کچه وسلې او پرمختللي پوځي تجهیزات ترلاسه کړي او له داعش وسلهوالو سره د مبارزې په پلمه د پخوانیو سرتېرو په ګډون د مخالفانو د ځپلو په موخه یې کاروي.
په بیان کې راغلي دي: «هغه وسلې چې د طالبانو لاس ته ورغلي، ټولې سیمې ته قاچاق شوي او داعش، القاعدې او ټيټيپي په ګډون په مرکزي او سوېلي اسیا کې د نورو ترهګریزو سازمانونو له خوا کارول کېږي.»
د افغانستان متحدې جبهې په خپل نوي بیان کې له طالبانو سره مذاکرات رد کړي او ټینګار یې کړی، چې د حل یوازینۍ لاره د زور له لارې د دغې ډلې بېوسلې کول دي.
د یادې جبهې په وینا، طالبان باید له یوې پرېکنده او محاسبه شوې ستراتیژۍ سره مخ شي او زیاتوي چې د وسلهوال افراطي ځواک په توګه دې د هغوی وړتیاوې له منځه یوړل شي.
دغې جبهې د طالبانو د مخالفانو د ملاتړ غوښتنه کړې او څرګندوي، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور غوښتونکی نه دی، خو له متحدهایالاتو تمه لري چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د افغانستان د ازادۍ لپاره د مخالفو ډلو سیاسي او تخنیکي ملاتړ وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې شنبې په ورځ ویلي و چې طالبان باید پاتې امریکایي تجهیزات او وسلې بېرته دغه هېواد ته وسپاري.
نوموړي د جمهوريغوښتونکو یوې لویې غونډې ته د وینا پرمهال زیاته کړې وه، چې هغه د طالبانو له خوا د دغو تجهیزاتو پوځي ځواک ښودنې «غوسه» کړی دی.
که څه هم لا تر اوسه روښانه نه ده، چې ټرمپ به په کوم ډول له طالبانو څخه د پخواني افغان پوځ اړوند امریکایي وسلې او تجهیزات ترلاسه کړي، خو په دغه برخه کې یې یو امریکایي چارواکی ټاکلی ترڅو یو پلان ورته جوړ کړي.
بل خوا، طالبانو په دې تړاو هر ډول مذاکرات رد کړي او د پخوانیو امنیتي ځواکونو تجهیزات «د جګړې غنیمت» بولي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په دې وروستیو کې ویلي و، چې امریکا باید د تېرو دوو لسیزو تګلاره تکرار نه کړي او په وینا یې، دغه هېواد په دې صورت وسلې بېرته ترلاسه کولای شي، چې دوی ژوندي نه وي.