د اتلانو جام سيالۍ؛ نیوزیلنډ نن د بنګله دېش پر وړاندې لوبه کوي
د اتلانو جام سیالۍ په شپږمه لوبه کې نن نیوزیلنډ د بنګله دېش لوبډلې پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي. دغه لوبه نن د کابل په وخت د ماسپښین په ۱:۳۰ بجه په راولپنډۍ کرېکټ لوبغالي کې پیلېږي.
هند او نیوزیلنډ په اې ګروپ کې ترټولو مخکښې لوبډلې دي، چې هند د بېګانۍ لوبې په ګټلو سره څلور امتیازه ترلاسه کړي او نیوزیلنډ بیا تر دې دمه دوه امتیازه لري.
په بي ګروپ کې بیا سوېلي افریقا او اسټرالیا د دوه، دوه امتیازونو په لرلو سره د خپل ګروپ مخکښې لوبډلې دي.
د لوبې د وړاندوینې له مخې، نیوزیلنډ د دغې لوبې د ګټلو ۸۰سلنه او بنګله دېش بیا ۲۰ سلنه چانس لري.
دغه سیالۍ چې د فبرورۍ په ۱۹مې پیل شوې وې د مارچ میاشتې تر ۹مې تېټې به دوام وکړي.
افغانستان هم د اتلانو جام د دغه سیالیو برخه دی او دا لومړی ځل دی، چې افغان لوبډله په دغو سیالیو کې برخه لري.
افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د سویلي افریقا پر وړاندې وبایلوده.
افغانستان به د فبرورۍ پر ۲۶مه نېټه خپله دویمه لوبه له انګلنډ لوبډلې سره وکړي.