میرویس عزیزي د درې میلیارده امارتي درهمو په ارزښت په دوبۍ کې روغتون جوړوي

افغان پانګه وال میرویس عزیزي غواړي، چې په متحده عربي اماراتو کې د درې میلیارده امارتي درهمو په ارزښت د خپلې لور فرشتې عزیزي په نوم یو روغتون جوړ کړي. په دغه روغتون کې به د سرطاني ناروغیو د څېړنې مرکز هم شامل وي.

نوموړي د دغه روغتون د جوړولو اعلان د یکشنبې په ورځ په متحده عربي اماراتو کې "د عربي نړۍ د امیدونو معماران" په نامه غونډه کې وکړې.

په دغه غونډه کې د متحده عربي اماراتو مرستیال ولسمشر، لومړی وزیر او د دوبۍ واکمن شېخ محمد بن راشد ال مکتوم سربېره د دولت لوړپوړو چارواکو او د اماراتو نورو زرګونو وګړو حضور درلود.

‏میرویس عزیزي په خپل اېکس کې لیکلي: «زه اراده لرم د درې (۳) میلیارده اماراتي درهمو اعانه د یوه طبي کمپلکس د جوړولو لپاره ځانګړې کړم، چې پکې شفاخانه او د ناروغیو، په ځانګړې توګه د سرطان د څېړنې مرکز شامل دي.دا اعانه به د فرشتې عزيزي په نوم او شېخ محمد بن راشد آل مكتوب د خيريه نهاد له خوا "د پلرونو د اعاني صندوق" په چوكاټ کی وړاندی شی».

نوموړي لیکلي، چې دا طبي کمپلکس به په دی هېواد کی له اړمنو خلکو سره له مرستی سره - سره،‌ په نوره نړۍ کی هم د ورته روغتیایي مرکزونو د جوړولو او پرمختګ ملاتړ وکړي.

یاده دې وي، چې افغان سوداګر میرویس عزیزي څو ورځې وړاندې (د کب په دویمه) ویلي وو، چې په کابل کې یې د سرطان ناروغۍ د درملنې د روغتون په ګډون د یوه لوی روغتیایي ښارګوټي د جوړولو تابیا نیولې ده.

نوموړي دغه روغتیايي ښارګوټی هم د خپلې لور «فرشته عزیزي» په نوم کړی، چې تېر کال د سرطان د ناروغۍ له امله مړه شوې وه.