د بلوچستان په بولان سیمه کې د پاکستاني ځواکونو سره د نښتې پر مهال درې وسله‌وال وژل شوي دي

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د بلوچستان ایالت په بولان ولسوالۍ کې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو او دوو وسله‌‌والو ډلو ترمنځ د یو ساعت سختې جګړې په پایله کې درې وسله‌وال ووژل شول.

دغو وسله‌والو د کوټې- سبۍ سړک په دوو بېلابېلو ځایونو کې تړلی و.

ځايي چارواکو ویلي، چې امنیتي ځواکونو هغه مساپر خوشې کړل چې د پیرغایب او اب‌ ګم سیمو ترمنځ وسله‌‌والو یرغمل کړي وو.

د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، ګڼ شمېر موټرونه چې د سبۍ له درې ورځنۍ مذهبي غونډې وروسته کوټې ته روان وو؛ د یاد سړک د تړل کېدو له کبله بند پاتي وو. وسله‌‌وال چې پرمختللې وسلې یې لرلې د پیرغایب او اب‌ ګم په سیمو کې سړک تړلی و او د مساپرو پلټنه یې کوله.

ویل کېږي، چې دغو وسله‌والو د بلوچستان د پارلماني سکرټر میر لیاقت علي لهري موټرونه هم درولي وو او د هغه د ساتونکو وسلې یې ترې برمته کړې وې.

میر لیاقت علي لهري منلې، چې وسله‌والو د ده موټرونه او ساتونکي درولي او له امنیتي ځواکونو یې د وسلو تسلیمېدو غوښتنه کړې وه.

هغه وویل: «زما ساتونکو مقاومت وکړ؛ خو د حالاتو د حساسیت له کبله او د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره مې ورته وویل، چې خپلې وسلې وسپاري».

لهري زیاته کړه، چې دی بې له کوم زیان څخه خپل کور ته ستنېدلی دی.

د بلوچستان ځايي امنیتي چارواکو هغه راپورونه هم رد کړل، چې ګواکې یو قومي مشر فرید رییس‌زاده هم دغلته وژل شوی دی.

دوی وویل، چې نوموړی په کوټه کې روغ رمټ دی.

بولان کې د مېتشو خبریالانو د معلوماتو پر بنسټ، د پیښې د راپور ترلاسه کېدو سره سم امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل او دغه سیمه یې کلابنده کړه او عملیات یې پیل کړل، چې په پایله کې یې وسله‌واله نښته رامنځته شوه.

دغې نښتې تر یو ساعت زیات دوام وکړ، چې په پایله کې یې «درې وسله‌وال» ووژل شو.

د راپورونو له مخې، په دغې جګړه کې د پاکستاني ځواکونو ځیني موټرونه هم زیانمن شوي دي. ځايي چارواکو وویل، چې ترهګرو غوښتل سیمه د ناورین سره مخ کړي؛ خو د دوی پلان شنډ شو او یرغمل شوي مساپر هم خوشې شول.

د امنیتي ځواکونو یو چارواکي وویل: «موږ د هغو ترهګرو په لټه کې یو، چې غرونو ته تښتېدلي دي».

همدارنګه دا تایید شوې، چې د کوټې- سبۍ سړک چې څلور ساعته بند و؛ بېرته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوی دی.

د بلوچستان ایالت د بولان ولسوالۍ د پولیسو یو لوړپوړي افسر رانا دلدار رسنیو ته ویلي، چې د جګړې له سیمې څخه یو مړی او څلور ټپیان د ماچ سیمه‌ییز روغتون ته لېږدول شوي دي.