حماس: د فلسطیني بندیانو نه خوشې کول، له شوي تړون څخه تېښته ده

حماس د فلسطیني بندیانو د خوشې کولو ځنډولو په تړاو د نتنیاهو د پرېکړې په غبرګون کې ویلي، چې دا د اوربند د تړون د ګډوډولو هڅه او ترې ښکاره سرغړونه ده.

‏الجزیرې ټلویزیون د نتنیاهو د همدې پرېکړې په تړاو د حماس وسله‌والې ډلې خبرپاڼه راخېستې چې پکې راغلي، د فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو ځنډول د اوربند له شوي تړون څخه تېښته او دا یوه قصدي هڅه ده.

‏د حماس له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، هغه ادعاوې چې ګواکې حماس د بندیانو د تبادلې په وخت اسراییل ته سپکاوی کوي ناسمې او له حقیقته لرې دي.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې د دوی دا او دې ورته نورې ناسمې ادعاوې د تړون له ژمنو څخه د تېښتې لپاره کمزورې پلمې دي.

‏حماس په نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې په اسراییل زور راوړي چې د شوې هوکړې له مخې له ځنډ او خنډ پرته فلسطیني بندیان خوشې کړي.

‏دا په داسې حال کې ده، چې غزه کې د شوي اوربند د لومړي پړاو په ترڅ کې د بندیانو اوومې تبادلې په موخه حماس د اسراییل ۶ بندیان خوشې کړي او د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ته یې سپارلي؛ خو د نتنیاهو دفتر د همدغو شپږو بندیانو د تبادلې په صورت کې د شاوخوا ۶۰۰ بندیانو خوشې کول د یو شمېر ناسمو ادعاوو له امله تر نامعلوم وخته پورې وځنډول.