د المان لومړي وزیر په پارلماني ټاکنو کې خپله ماته ومنله

دالمان لومړي وزیر اولاف شولتز د یکشنبې په ورځ د دغه هېواد په پارلماني ټاکنو کې د خپل ګوند ماته ومنله او خپل محافظه کار سیال فریدرېش میرتس ته یې چې د ټاکنو د پایلو له مخې د جرمني نوی لومړی وزیر شو، مبارکي ورکړه.
د المان د لومړي وزیر څوکۍ لپاره د محافظه کارانو نوماند میرتس هم د یکشنبې په ورځ وویل، چې محافظه کاران به خپل ټول ځواک د یو داسې حکومت د جوړولو لپاره وکاروي، چې ژر تر ژره اړین اقدامات وکړي.
هغه په برلین کې د خپلو پلویانو تر منځ د ټاکنو د پایلو په اړه په لومړي غبرګون کې وویل: «موږ به نن شپه ولمانځو او سبا به کار پیل کړو. "بهرنۍ نړۍ به زموږ لپاره انتظار ونه کړي."
د ښي اړخ ګوند لپاره بې سارې رایې
لومړنۍ پايلې ښيي، چې د جرمني په پارلماني ټاکنو کې د محافظه کار مسيحي ډېموکراټ او مسيحي سوسيال اېتلاف تر ټولو زياتې رايې ګټلي دي.
د جرمني په پارلماني ټاکنو کې د میرتس په مشرۍ د مسیحي ډېموکراټ او سوسیال مسیحي ګوند اتحاد د ۲۸،۵ سلنه رایو په ګټلو سره لومړی ځای خپل کړ او د جرمني لپاره ښي اړخي بدیل ګوند د نږدې ۲۰ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره دویم ځای خپل کړ، چې د دغه ګوند په تاریخ کې بې ساری دی.
له بلې خوا د جرمني د اوسني لومړي وزیر اولاف شولتز په مشرۍ سوسيال ډېموکرات ګوند په دې بريالی شو، چې يوازې ۱۶،۵ سلنه رايې وګټي چې دا د دغه ګوند په تاريخ کې تر ټولو بدې ټاکنې دي.
دا لا څرګنده نه ده، چې مرتس په پارلمان کې د اکثریت جوړولو لپاره یو یا دوو شریک ګوندونو ته اړتیا لري.
رویټرز لیکلي، چې د درې اړخیز اېتلاف جوړول به ډېر ستونزمن وي، ځکه ټولو لویو ګوندونو له ښي اړخي ګوند سره همکاري رد کړې ده.
د جرمني د ټاکنو ترسره کول د ښي اړخو لپاره د خلکو د مخ په زیاتېدونکي ملاتړ تر سیوري لاندې
الماني وګړو د یکشنبې په ورځ د کب د میاشتې په پنځمه نېټه د پارلماني ټاکنو لپاره رایه اچونه وکړه، چې د ښي اړخو ګوندونو د ډېریدونکي ملاتړ او واک ته د ډونالډ ټرمپ بېرته راستنېدو له امله اغېزمن شوي.
تر ټاکنو مخکې د ټولپوښتنې له مخې د مسیحي ډېموکراټ او سوسیال مسیحي ګوندونو اتحاد چې تر درې کاله مخکې د لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل په مشرۍ له ۱۶ کلونو راهیسې په واک کې و، د ۳۲ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره مخکښ و.
فریدریش میرتس غوښتل، چې له دوو سوسیال ډېموکرات ګوندونو یا زرغون ګوندونو څخه یوه سره اېتلاف وکړي، خو د مسیحي سوسیال ګوند مشر مارکوس زودر له زرغون ګوند سره اېتلاف رد کړ.
خو د مسيحي ډېموکراټ او سوسيال ډېموکراټ ګوندونو اېتلاف هم له ډېرو ننګونو سره مخامخ دی، ځکه د دغو دواړو ګوندونو مشرانو پر يو بل تورونه لګولي دي.
د سوسیال ډېموکراټ ګوند ځینو مشرانو د میرتس په خبرو نیوکه وکړه او هغه یې "کوچنی ټرمپ" وباله.
د المان د سوسیال ډېموکراټ ګوند مشر لارس کلینګبیل وویل، چې میرتس د هېواد ویشونه لا پسې ژوروي.
د سوسیال ډېموکراټ ګوند عمومي منشي ماتیس میرش هم وویل، چې هېڅوک د چانسلر کېدو لپاره دا ډول خبرې نه کوي او یوازې "کوچنی ټرمپ" دا ډول خبرې کوي.
میرتس د خپل ټاکنیز کمپاین په پای کې وویل: «کیڼ اړخونه پای ته رسېدلي او په المان کې نور کیڼ اړخي اکثریت او کیڼ اړخي سیاست نه لري».
د المان لپاره د ښي اړخي بدیل ګوند(ای اېف ډي) سره اېتلاف چې ۲۱ سلنه رایې یې ګټلي، لا هم ممنوع ګڼل کېږي او دوو مسیحي ډېموکراټ او سوسیال ډېموکراټ ګوندونو له دې ګوند سره اېتلاف رد کړی دی.
له ښي اړخي ګوند څخه د اېلان مسک ملاتړ او د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جي ډي وانس او د دغه ګوند له مشرې الیس ویډل سره لیدنه د جرمني د ټاکنو په دې دوره کې له بې ساري پېښو څخه دي.
جي ډي وانس د ښي اړخ ګوند د امریکا د مشروع سیاسي ملګري په توګه نومولی دی.
یوازې ۱۳ سلنه رایه ورکوونکي له ۳۰ کلونو څخه کم عمر لري
په جرمني کې تر ۵۹ میلیونو ډېر خلک د رایې ورکولو وړ دي.
له ۲۳ سلنې څخه ډېر رایه ورکوونکي د ۷۰ کلونو څخه ډېر عمر لري او د ۴۰ سلنې څخه ډېر شاوخوا ۶۰ کلن دي.
یوازې ۱۳.۳ سلنه رایه ورکوونکي د ۳۰ کلونو څخه کم عمر لري.
د پناه غوښتونکو مسله په ځانګړې توګه د تېرو میاشتو له بریدونو وروسته په ټاکنو کې د راپورته شویو مسلو څخه یوه وه.
په اوکراین کې جګړه او د تقاعد او کرایې کیپ په ګډون اقتصادي مسلې بیا نورې وې.
له ټاکنو یوه اونۍ وړاندې په یوې سروې کې ۸۳ سلنه ګډونوالو د هېواد د وضعیت په اړه اندېښمن وو او یوازې ۱۲ سلنه یې د وضعیت په اړه خوشبینه وو.