د اتلانو جام؛ هند خپل سیال پاکستان ته په شپږ وېکټو ماته ورکړه

د کرېکټ اتلانو لیګ کې د هند کرېکټ ملي لوبډلې د پاکستان د ۲۴۲ منډو هدف د څلورو وېکټو په زیان د لوبې په ۴۲،۳ اورونو کې پوره کړ او پاکستان ته یې په ۶ وېکټو ماته ورکړه.

د هندوستان او پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه په عربي متحده اماراتو کې ترسره شوه.

د نننۍ لوبې پچه د پاکستان لوبډلې وګټله او د هند لوبډلې په وړاندې یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د پاکستان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره په ۴۹،۴ اورونو کې ۲۴۱ منډې جوړې کړي‌ او د هند لوبډلې ته یې د ۲۴۲ منډو هدف ورکړ. په توپ وهنه کې د پاکستان په ګټه بابر اعظم ۲۳، امام الحق ۱۰، محمد رضوان ۴۶، سعود شکیل ۶۲ او خوشدل شاه ۳۸ منډې جوړې کړې.

په توپ اچونه کې د هند لپاره کلدیپ یادو درې، هردیک پانډيا دوه او هرشیت رانا، اکشرپټیل او جدیجا یوه یوه وېکټه واخیسته.

د لوبې په دویمه پاڼې کې د هند په ګټه ویرات کوهلي په ۱۱۱ توپونو ۱۰۰، شریاس ایر په ۶۷ توپونو ۵۶، شوبمین ګیل په ۵۲ توپونو ۴۶ او لوبډلمشر روهیت شرما په ۱۵ توپونو ۲۰ منډې جوړې کړې او دغه لوبه یې له پاکستان څخه په شپږو وېکټو وګټله.