زلمی خلیلزاد: د پاکستان پوځ او اقتصاد په بد حالت کې دي

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان روان وضعیت ته په کتو سره ویلي، چې د دغه هېواد پوځ او اقتصاد په بد حالت کې دي.

نوموړي دغه خبرې تر هغه وروسته وکړې، چې فایننشل ټایمز د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان پوځ څنګه خپل اقتصاد په لاس کې اخلي.

راپور زیاتوي، چې د دغه هېواد وسله وال ځواکونه د کانال له پروژې څخه را نیولې د انرژۍ تر قراردادونو پورې په هر څه کې دخیل دي او دې چارې پانګه اچوونکي په زیاتېدونکې توګه غوسه کړي دي.

زلمي خلیلزاد په خپل اېکس کې لیکلي: «پوځ د پاکستان په سیاست او حکومت واکمن دی. د فایننشل ټایمز په وینا، دوی د هېواد اقتصاد په خپل لاس کې اخلي. البته، دوی د امنیت مسؤلیت لري. پایله دا ده، چې درې واړه په بد حالت کې دي. پوځ باید اصلاحات راولي او په هغه څه تمرکز وکړي، چې باید د هغې اصلي ماموریت وي.».

د پاکستان د پوځ په اړه وخت ناوخته د سیاستوالو غږونه پورته کېږي، چې د هېواد سیاست کې مداخله کوي او چارې په خپله ولکه کې ساتي.

عمران خان چې له خپل حکومت ختمېدو وروسته په یو شمیر مقدمو کې د تېر کال راهیسې په زندان کې پروت دی، وخت نا وخته په پوځ نیوکي کوي او ملکي سیاست کې يې په لاسوهنه تورنوي خو پوځ پرله پسې په سیاست کې د لاسوهنې تورونه رد کړي دي.

یاده دې وي، چې د پاکستان پوځ له ځمکو نیولې تر سترو فابریکو او د ژوند په نږدې ټولو چارو کې پانګونې کړي او د پاکستان په بازارونو کې زیات شمېر توکي پلورل کېږي، چې پوځي فابریکو تولید کړي.