حکمتیار: د نظام څرنګوالي کې ملت باید شریک وي، یو اړخیزه پرېکړه په اسلام کې د منلو نه ده

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د طالبانو حکومتولۍ ته په اشارې سره وایي، چې د نظام په څرنګوالي کې باید ملت شریک وي، یو اړخیزه پرېکړه د اسلام له نظره د منلو نه دی.

حکمتیار د اسلامي حزب له غړو سره د زوم له لارې ناسته کې وویل، چې د هېواد په اقتصادي مسایلو، جنګ او سوله، د نظام په څرنګوالي او دې ورته مسایلو پرېکړه کې ملت باید شریک وي.
نوموړی وایي: «ټول مسایل چې ملت پورې مربوط دي، که هغه ملي شتمني ده، که ملت پورې اړوند ملي قضیې دي، دوست، دوښمن، جنګ، سوله، بودیجه، اقتصاد، د نظام څرنګوالی او دې ته ورته مسایلو کې باید ملت شریک وي.»
هغه په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې طالب چارواکي خپلې ټولې چارې د هبت الله اخوندزاده د فرمانونو پر اساس عملي کوي او یادې ډلې هېڅکله د افغانستان خلکو ته د نظر ورکولو حق نه دی ورکړی.
ښاغلي حکمتیار دغه راز زیاته کړې ده، چې اسلام په دغو ټولو مواردو کې واضیح او څرګندې لارښوونې لري.
د اسلامي حزب مشر وایي: «الله تعالی فرمایي چې مومنان باید په اسلام کې په بشپړه توګه داخل شي او د شیطان په لارو لاړ نه شي.»
د نوموړي په وینا، د دې لارښونې معنا دا ده، چې هر څوک باید په شخصي ژوند، د کورنۍ اړوند، په ټولنې پورې او په نړۍوالې ټولنې پورې مربوط چارو کې په بشپړه توګه د اسلام مطابق عمل وکړي.
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې اسلام د جایز او ناجایز او د حلال او حرام په ګډون په ټولو برخو کې مشخصې کرښې لري او په دې کرښو کې یو هم سیاسي او ټولنیز موارد دي.
د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار په خبره، اسلام په سیاسي او ټولنیزو مواردو کې لارښوونه کړې، چې د یوه هېواد امیر باید څوک وي، څنګه صفات ولري او له کومې لارې باید واک ته ورسېږي.
هغه وایي، چې په اسلام کې مشخص شوې ده، چې د یوه امیر صلاحیتونه به څه وي او د خلکو پروړاندې څه مسوولیتونه لري او دغه راز له کومې لارې کولی شي د مسلمانانو زعامت په لاس کې واخلي.
که څه هم نوموړي په مشخص ډول د کوم کس نوم نه دی اخیستی خو په خبرو کې یې تر ډېره اشاره د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده ته ده، چې نه تر اوسه د خلکو ترمنځ لیدل شوی او نه هم د خلکو له خوا ټاکل شوی دی.
حکمتیار له هغو افغان سیاستوالو څخه دی، چې تل یې په بېلابېلو مواردو کې په ښکاره توګه د طالبانو د حکومتولۍ په څرنګوالي نیوکه کړې.
نوموړي تر دې وړاندې هم ویلي و: " نظام باید د اسلام په رڼا کې د ولس په مشوره او خوښه وټاکل شي او د سیاسي نظام د څرنګوالي په اړه هم باید ولس پرېکړه وکړي.
حکمتیار له طالبانو دا هم غوښتي و، چې ولس ته د نظام د جوړېدو په برخه کې ونډه ورکړي.
ګلبدین حکمتیار په داسې حال کې د نظام د اصلاح او بدلون غوښتنه کوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یادې ډلې د دولتي ادارو پخواني کارکوونکي له دندو و اېستل او پر ځای یې خپل کسان وګومارل، ملي پوځ له منځه ولاړ، اساسي قانون لغوه شو، د ملي سرود او ملي بیرغ ترڅنګ هغه سلګونه ملي ارزښتونه له منځه ولاړل چې افغانانو ته یې لومړیتوب درلود.