اسراییل د «۶۲۰ تنو فلسطیني بندیانو» د خوشې کېدو لړۍ ځنډولې ده

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر اعلان کړی، چې د حماس لهخوا د اوربند د هوکړې د پرلپسې سرغړونو له امله اسراییل د ۶۲۰ فلسطیني بندیانو خوشې کول ځنډوي.
ټاکل شوې وه، چې دغه بندیان د شپږو اسراییلي یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو وروسته ازاد شي؛ خو اسراییلي چارواکو ویلي، دا به تر هغه وخته وځنډول شي، څو راتلونکي یرغمل شوي کسان پرته له سپکاوي څخه خوشې شي.
د بندیانو د تبادلې د وروستي پړاو په لړ کې د شنبې په ورځ (د کب ۴مه) شپږ اسراییلي یرغمل شوي کسان سره صلیب ته وسپارل شول.
اسراییل ژمنه کړې وه، چې په بدل کې یې ۶۲۰ فلسطیني بندیان خوشې کړي؛ خو د اسراییلي چارواکو د تازه پرېکړې له امله د دې پروسې بشپړېدل وځنډول شول.
د هوکړې له مخې، خوشې کېدونکو بندیانو له ډلې نږدې ۱۰۰ تنه به له زندانه د راوتلو سره سم له فلسطین څخه وځي. یوولس تنه هغه فلسطینیان دي، چې د جګړې له پیل وړاندې نیول شوي وو او ټاکل شوې ده چې غزې ته واستول شي.
۴۳ بندیان به خپلو کورونو ته چې لوېدیځه غاړه او ختیځ بیتالمقدس کې دي ستانه شي او ۴۴۵ تنه به بېرته غزې ته ولېږل شي. دا هغه کسان دي، چې د اکټوبر د ۷مې له برید وروسته نیول شوي وو.
د خوشې کېدونکو بندیانو په منځ کې ۲۳ ماشومان او یوه ښځه هم شامله ده، چې د حماس لهخوا د شِري، اریېل، او کفیر بیباس په نومونو د مړو شویو کسانو په بدل کې خوشې کېږي.
د بندیانو سیاسي تړاو
د راپورونو له مخې، د خوشې کیدونکو فلسطیني بندیانو ډېری یې د بېلابېلو سیاسي او وسلهوالو ډلو سره تړاو لري.
له دې ډلې ۹۵ تنه د حماس، ۴۰تنه د فتح غورځنګ، ۱۶ کسان د فلسطین اسلامي جهادي ډلې او ۴ کسه نور بیا د فلسطین د ازادۍ د ولسي جبهې غړي دي.
په دې تبادله کې، یو لوی شمېر بندیان باید د شوې هوکړې له مخې له فلسطین څخه ووځي.
د بندیانو نوملړ چې د اسراییلي چارواکو لهخوا خپور شوی د فلسطیني اسیرانو د ټولنې او د حماس د بندیانو د رسنیز دفتر لهخوا تایید شوی دی.
جنجالي شېبه
د اسرایيلي بندیانو د تبادلې په ترڅ کې یوه جنجالي شېبه هم رامنځته شوه. د خوشې شویو یرغملشویو کسانو له ډلې یو تن د حماس د دوو غړو تندی ښکل کړ.
دې عمل د نړۍوالو رسنیو پراخ غبرګونونه راوپارول او اسراییلي چارواکو هم پرې توندې نیوکې وکړې.
که څه هم اسراییل د بندیانو د خوشې کولو ژمنه کړې وه؛ خو د حماس لهخوا د اوربند د هوکړې د ماتولو ادعا یې د دې پروسې پر وړاندې خنډ جوړ کړی دی.
دا لا نه ده روښانه چې اسراییل به دغه بندیان څه وخت خوشې کړي او که د دې مسلې پر سر به نوي شرطونه کېږدي.