د ټرمپ اداره د بې سرپرسته کډوالو ماشومانو پر دوسیو کار کوي

د ټرمپ ادارې د امریکا د کډوالو او ګمرکاتو پلي کونې ادارې (ICE) ته لارښوونه کړې چې د سلګونو زرو هغو کډوالو ماشومانو د موندلو هڅه وکړي، چې له والدینو پرته امریکا ته داخل شوي دي. دا د ټرمپ د پراخې ډله‌ییزې شړنې د تګلارې یو بل پړاو دی.

د یوه محرم سند/یادښت له مخې چې رویټرز ته رسېدلی، د هغو ماشومانو د تعقیب لپاره نوی پلان مطرح شوی چې له قانوني سرپرست پرته امریکا ته داخل شوي دي. یادښت د دغه پلان څلور پړاوونه تشریح کوي، چې د جنورۍ ۲۷مه د پلان جوړولو پړاو ګڼل شوی، خو د پلیتابه د پیل نیټه یې نه ده مشخصه شوې.

د حکومت د شمېرو له مخې، له ۲۰۱۹ کال راهیسې تر ۶۰۰ زرو ډېر ماشومان له والدینو پرته د مکسیکو له لارې امریکا ته داخل شوي دي.

زرګونو ماشومانو ته محکمود اخراج حکم ور کړی او ۳۱ زره یې د محکمو ناستو ته نه دي حاضر شوي.

یادښت څرګندوي چې د امریکا د کډوالو او ګمرکاتو پلي کونې ادارېد بې‌سرپرسته ماشومانو په اړه له مختلفو سرچینو معلومات راټول کړي او هغوی یې پر دریو ډلو د تېښتې خطر لرونکي، د عامه امنیت تهدید، د پولو د امنیت تهدید وېشلي دي.

د تېښتې له خطر سره مخ ماشومان، چې د محکمې ناستې ته نه وي حاضر شوي یا داسې سرپرستانو ته سپارل شوي چې د کورنۍ غړي یې نه وي، د لومړیتوب په لیست کې دي.

د ټرمپ ادارې د ماشومانو د سرپرستانو د لا سختې ارزونې پرېکړه کړې، چې د هغوی د ګوتو نښې اخیستل او د ډي اېن اې معاینې پکې شاملې دي.

د ټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال، د «صفر زغم» پالیسي د والدینو او ماشومانو ترمنځ جلاوالي ته زمینه برابره کړه، چې پراخ نړیوال غبرګون یې وپاراوه. که څه هم دا پالیسي په ۲۰۱۸ کې بنده شوه، لا هم شاوخوا زر ماشومان له خپلو والدینو بېل پاتې دي.

اوس، د ټرمپ اداره نه یوازې دا چې د ماشومانو د تعقیب هڅه کوي، بلکې د سرپرستانو معلومات هم کاروي، چې دا کار ښايي د هغو کورنیو د لا پراخې وېرې لامل شي چې اسناد نه لري.

د امریکا د کډوالو او ګمرکاتو پلي کونې ادارې د دې نوې تګلارې موخه یوازې د ماشومانو شړل نه، بلکې د انساني قاچاق او نورو احتمالي ناوړه استفادو مخنیوی ښودل شوی.

خو منتقدین وايي دا سیاست به د زرګونو بې‌اسنادو کورنیو لپاره ستونزې لا ډېرې کړي.