په لبنان کې د حزب الله د وژل شوي مشر حسن نصرالله په جنازه کې زرګونه کسانو ګډون وکړ

د لبنان په پلازمېنه بېروت کې د یکشنبې په ورځ د حزب الله د پخواني مشر حسن نصرالله د جنازې په مراسمو کې زرګونو کسانو ګډون وکړ.
د راپورونو له مخې، د نصرالله او د حزب الله د جګپوړي غړي هاشم صفی الدین د جنازې مراسم د کیملي چمون سپورټي ښار کې په کلکو امنیتي تدابیرو کې پیل شول.
نصرالله د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په ۲۷ مه په بېروت کې د اسراییل په هوايي برید کې ووژل شو. همدا ډول صفی الدین د اکټوبر په ۳مه په ورته هوايي برید کې ووژل شو.
د حزب الله سرمنشي نعیم قاسم دغو مراسمو ته په وینا کې اسراییل د لبنان په سوېل کې د اوربند په نه عملي کولو تورن کړ او ټینګار یې وکړ، چې ډله یې اوربند ته ژمنه ده.
قاسم وویل: "موږ د اوربند لپاره د دوښمن له غوښتنې سره موافقه وکړه ځکه چې موږ د سیاسي یا نظامي هدف پرته د جګړې د اوږدولو سره علاقه نه درلوده."
هغه ټینګار وکړ، چې حزب الله دغه تړون ته غاړه اېښې ده، په داسې حال کې چې اسراییل د هغه په مراعتولو کې پاتې راغلی دی.
قاسم همداراز اعلان وکړ، چې حزب الله پیاوړی او بشپړ چمتووالی لري او خبرداری یې ورکړ چې اسراییل باید له هغو سیمو څخه ووځي چې تر اوسه یې د لبنان په سوېل کې نیولي دي.
د اوربند د موافقې له مخې، اسراییل باید د جنورۍ تر ۲۶ نیټې پورې په بشپړه توګه له سوېلي لبنان څخه ووځي، خو وروسته له دې چې اسراییل د دې موافقې له منلو انکار وکړ، دغه ضرب الاجل د فېبرورۍ تر ۱۸ پورې وغځول شو.
اسراییلي پوځ تېره اونۍ د لبنان له سوېلي ښارونو څخه ووتل، خو په پنځو سرحدي پوستو کې یې پوځي حضور ساتلی دی.