ایراني چارواکي: د افغان کډوالو ثبت سندونه نور نه تمدېدېږي

د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت سلاکار او د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو مرکز مشر نادر یاراحمدي ویلي، چې د افغان کډوالو د ثبت سند یوازې د روان کال تر پایه پورې اعتبار لري او نور به تمدید نه ‌شي.

نوموړي ویلي، چې د افغان کډوالو د ثبت طرحه «د ناقانونه وګړو د پېژندلو او د قانوني ستونزو د مخنیوي» لپاره پلي شوې وه او دا د ایران د دولت له لوري کومه حقوقي ژمنه نه وه.

د اېرنا خبري اژانس د «کب ۴مې» نېټې په راپور کې ویلي، نادر یارا حمدي ټینګار کړی؛ هغه افغان کډوال چې په ټاکل شویو دندو کې ګټور وبلل شي، کولای شي په ایران کې پاتې شي «خو که نه، نو دا وګړي باید خپل هېواد ته ستانه شي».

نوموړی زیاتوي، د راتلونکي کال لپاره داسې پلانونه جوړ شوي چې یوازې د یو واحد سند له مخې به افغان وګړي هلته پاتې کېږي او پاتې کسان به دا اجازه ونه لري.

په همدې حال کې نوموړي خبرداری ورکړی، هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد نه ‌لري او خپل شتون د ټاکل شویو مرکزونو سره ثبت نه‌ کړي؛ نو د ایران د امنیتي ځواکونو له‌خوا به ونیول شي.

ایران یو له هغو هېوادونو دی، چې مېلیونونه افغان کډوال پکې مېشت دي او د ایراني امنیتي ادارو له لوري ورسره خورا بد چلند کېږي.

په یاد هېواد کې د افغان وګړو د زنداني کېدو او اعدامېدو په تړاو په دې وروستیو کې د بشري حقونو یو شمېر نړۍوالو سازمانونو ژورې اندېښنې څرګندې کړې او دا چاره یې له نړۍوالو بشري حقونو څخه سرغړونه وبلله.

که څه هم د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي کابل ته په خپل سفر کې له طالبانو سره ژمنه کړې وه، چې په خپل هېواد کې به له افغان کډوالو سره له نرمۍ کار اخلي؛ خو ښکاري داسې چې دا ژمنه چندان نه ده عملي شوې.

د افغان کډوالو د ناورین په دغو څپو کې یوه بل ګاونډي پاکستان هم پر افغان کډوالو هلته ژوند تنګ کړی دی.

پاکستان هم په خپل هېواد کې پر افغان کډوالو تازه تګلارې پلې کړې او هره ورځ په اسلام اباد کې پولیس د افغانانو نیول کېدو پسې کورا کور ګرځي.

په پاکستان او ایران کې مېشت کډوال وایي، له یوه پلوه په افغانستان کې یې د طالبانو له لوري ژوند له ګواښ سره مخ دی او یا یې هم په دغو دواړو هېوادونو کې کاروبارونه دي، چې له کبله یې خپل هېواد ته نشي ستنېدلی او له بل لوري ورځ تر بلې پر هلته ځمکې تنګېږي.

د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو او بېلابېلو هېوادونو په وار، وار له ایران او پاکستان څخه غوښتي، چې له خپلو ګاونډیو افغان کډوالو سره له نرمۍ کار واخلي؛ خو دغو هېوادونو له دې غوښتنو سره، سره پر کډوالو خپل فشارونه او زور زیاتی ډېر کړی دی.