د پاکستان تازه خبرداری: هغه افغانان باسو، چې امریکا یې د کډوالۍ غوښتنلیکونه رد کړي دي

پاکستان د شنبې په ورځ خبرداری ورکړی، په دغه هېواد کې مېشت هغه افغانان چې د امریکا له‌خوا د بیا مېشتېدو لپاره نه دي منل شوي ناقانونه کډوال ګڼل کېږي او له دغه هېواده به واېستل شي.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د «ټي ار ټي شبکې» سره په مرکه کې چې جزیات یې د شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم خپاره کړل ویلي، پاکستان له امریکا سره د دې موضوع په اړه خبرو ته چمتو دی؛ خو هغه کډوال چې د بیا میشتېدو غوښتنې یې رد شوې وي، له اېستلو سره به مخ شي.

ښاغلي ډار وویل:« موږ به دا مسله وڅېړو او خبرې به وکړو؛ خو په اصولي توګه که یو کډوال د قانوني پروسو له بشپړولو وروسته د بل هېواد له‌خوا ونه منل شي؛ هغه به په پاکستان کې ناقانونه کډوال وګڼل شي».

هغه زیاته کړه:« موږ ښايي اړ شو، چې دغه کډوال بېرته افغانستان ته واستوو».

له هغه وروسته چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ترلاسه کړ، شاوخوا ۶۰۰ زره افغانان د ځورونې او ورته د مرګوني ګواښونو له وېرې پاکستان ته کډه شول.

ډېرو یې هڅې پیل کړې څو د پاکستان له لارې نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه امریکا ته ولاړ شي.

د رسمي شمېرو له مخې، تر دې دمه شاوخوا ۸۰ زره افغانان امریکا ته لېږدول شوي؛ خو تر ۴۰ زره زیات لا هم ناڅرګنده برخلیک سره مخ دي.

تمه کېده، چې روان کال شاوخوا ۲۵ زره افغانان امریکا ته ولېږدول شي؛ خو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د بیا مېشتېدو د پروګرام ناڅاپي ځنډ له امله نږدې ۲۰ زره افغانان لا هم په پاکستان کې له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.

د ټرمپ اجرایوي فرمان چې د جنورۍ په ۲۰مه نافذ شو د امریکا د کورني امنیت ادارې او بهرنیو چارو وزارت ته امر وکړ، چې په ۹۰ ورځو کې راپور چمتو کړي؛ ترڅو وڅېړي چې ایا د USRAP پروګرام له سره پیلول د امریکا له ملي ګټو سره سمون لري که نه.

راپورونه ښيي، هغه دفتر چې د افغان کډوالو د لېږد پروسه همغږي کوي؛ ورته امر شوی چې تر اپرېل میاشتې پورې د دغه پروګرام د تړلو پلانونه جوړ کړي، چې دا به د افغان کډوالو هیلې لا نورې هم مړاوې کړي.

په پاکستان کې درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه ناست افغان کډوال هغه کسان دي، چې به افغانستان کې یې د بهرنیو ځواکونو او نړۍوالې ټولنې سره دندې ترسره کړې او له همدې کبله اوس د طالبانو له لوري له ګواښ سره مخ دي.

په دې ډله کې ژباړونکي، د امریکا حکومت او ایتلافي ځواکونو سره کارکوونکي، افغان خبریالان، د بشري حقونو فعالان او د مرستندویه موسسو کارکوونکي شامل دي.

د ۲۰۲۳کا په نومبر میاشت کې پاکستان د بې اسنادو بهرنیانو پر ضد عملیات پیل کړل او تر دې دمه یې له ۸۱۵ زرو څخه زیات کسان خپلو هېوادونو ته بېرته استولي دي، چې ډېره برخه یې افغانان دي.

څو میاشتې دمخه د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو د نیول کېدو او بېرته خپل هېواد ته د لېږدول کېدو په تړاو نړۍوالو بشري سازمانونو او د کډوالو ملاتړ ادارو جدي غبرګونونه وښودل.

له همدې کبله د پاکستان حکومت د یو څه وخت لپاره په خپل چلند کې نرمښت راوست او هغو افغان کډوالو ته یې د مېشتیدو اجازه ورکړه، چې د امریکا په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته د تګ قضیې یې روانې دي؛ خو اوس لیدل کېږي چې پاکستان یو ځل بیا د دغو کډوالو د شړلو هڅې ګړندۍ کړې دي.

اوس مهال، پاکستان کې له ۲.۵ مېلیونو څخه زیات افغان کډوال ژوند کوي، چې نږدې نیمایي یې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) سره ثبت شوي دي.

هغه کسان چې مخکې ثبت شوي، د پاکستان د نوې تګلارې له مخې تر جون ۲۰۲۵ پورې د اوسېدو جواز لري.

تېره میاشت د لومړي وزیر شهباز شریف دفتر د افغان کډوالو له دغه هېواده د اېستلو لپاره درې پړاوییزه پلان اعلان کړ، چې د مارچ تر ۳۱مې نیټې پورې یې اسلام‌اباد او راولپنډۍ څخه د افغان وګړو د اېستلو لپاره وروستۍ موده وټاکله.

بهرني حکومتونه چې د کډوالو د منلو هوکړه یې کړې وه، هم خبر کړل شول چې باید خپل د بیا مېشتېدو پروسه تر دې نیټې مخکې چټکه کړي او که داسې ونکړي؛ نو شونې ده چې د لېږد په تمه ناست افغانان به بېرته خپل هېواد ته واستول شي.