په زوریخ کې د چاقو برید؛ د سویس پولیسو یو شکمن اسټرالیایی نیولی

د سویس پولیسو د یکشنبې په ورځ وویل، چې دوی یو ۲۸ کلن اسټرالیایی سړی د زوریخ ښار په یوه سوداګریز مرکز کې پر یوه ۴۱ کلن سړي د چاقو د برید او ټپي کولو په شک نیولی دی. پولیسو ویلي چې د شکمن کس د برید انګېزه لا څرګنده نه ده او په اړه یې پلټنې روانې دي.
د سویس پولیس چارواکو د یکشنبې په ورځ، د کب پر ۵مه وویل، چې بریدګر د پیښې په ځای کې نیول شوی او ژوبل کس په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
پولیسو د ژوبل او د پیښې د عامل د هویت په اړه د نورو جزئیاتو له ورکولو ډډه کړې ده.
د سویس د پولیسو ویاند وویل چې څارنوالان به د دوشنبې په ورځ له ګروېږنو وروسته نور جزئیات اعلان کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په اروپايي هېوادونو کې د چاقو وروستیو بریدونو اندېښنې راپورته کړې دي.
په تېره اونۍ کې د جرمني او فرانسې په ګډون یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د چاقو څو بریدونه شوي دي.
په ځینو بریدونو کې د افغانستان او سوریې کډوال ښکیل بلل شوي دي.
د فرانسې پولیسو د شنبې په ورځ وویل، چې د هیواد په ختیز کې یوه الجزایري بریدګر د چاقو برید کړی او ویلي یې دي چې په دغه برید کې یو کس وژل شوی او دوه پولیس افسران ټپیان دي.
له دې مخکې یوه سوریايي بریدګر په برلین کې د هولوکاسټ په یادسیمه کې یو هسپانوی سیلانی ټپي کړ.