مکرون: موږ به په فرانسه کې د ترهګرۍ جرړې وباسو

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون په مولز ښار کې د چاکو برید یوه «سختدریځه اسلامپاله» کړنه بللې او ټینګار یې کړی، چې له دغه هېواده به د ترهګرۍ جرړې باسي.

فرانس ۲۴ خبري اژانس خبر ورکړی، چې په دې پېښه کې یو کس وژل شوی او پنځه پولیس ټپیان شوي دي.

د فرانسې ولسمشر زیاته کړې، چې دا یو "ترهګریز" برید و او هغه به په دغه هېواد کې ترهګري له منځه یوسي.

بل خوا بیا د فرانسې لومړي وزیر فرانسوا بایرو ویلي:« بنسټپالنې یو ځل بیا خپله اصلي څېره ښکاره کړه او موږ یې د غم په ټغر کښېنولو.»

د دغه هېواد د ترهګرۍ ضد ملي څارنوالۍ چې د دغې پېښې څېړنه ترسره کوي ویلي دي، ۳۷ کلن الجزایري بریدکوونکي چې د الله اکبر نارې وهلې د مولز ښار د ښاوالۍ پر پولیسو برید وکړ، چې یو تن یې وواژه او پنځه نور یې ټپیان کړل.

څارنوال نیکولاس هیټز چې د یادې پېښې د پلټنې مسوولیت په غاړه لري وایي، برید کوونکی په فرانسه کې د ترهګرۍ مخنیوي څار په نوملړ کې هم شامل و.

د فرانسې پولیسو ویلي، له برید وړاندې یې څو ځلې غوښتي و چې دغه کس بېرته خپل هېواد ته واستوي؛ خو د الجزایر حکومت د هغه له منلو انکار کړی و.