د اتلانو جام سیالۍ؛ د هند او پاکستان ملي لوبډلې نن د یو بل پر وړاندې لوبېږي
د اتلانو جام سیالیو په لړ کې پاکستان د خپلې لومړنۍ سیالۍ تر ماتې وروسته په دویمه لوبه کې د هندوستان د کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبېږي.
دغه لوبه نن د کابل په وخت د ماسپښین په ۱:۳۰ بجه د دوبۍ په کرېکټ نړۍوال لوبغالي کې پیلېږي.
که څه هم د دغو لوبو کوربه پاکستان دی؛ خو د هند لوبډلې د امنیتی ستونزو له کبله یاد هېواد ته له ورتګ ډډه وکړه او د کرېکټ دغه سیالي نن په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.
د کرېکټ کارپوهان په دې باور دي، چې د پاکستان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې له نیوزیلنډ څخه سخته ماتې خوړلې او په روحي لحاظ هم ځپلې شوې ده.
کاروپوهان وايي، د هند لوبډله تر پاکستانۍ هغې په رواني لحاظ په ښه حالت کې ده؛ خو دا اټکل نشي کېدای، چې ګني سیالۍ دې حتمي وګټي.
د کرېکټ په نړۍ کې د دغو دواړو سیالو هېوادونو ترمنځ لوبه ځانګړي نندارچیان لري او یو له ډېرو لیدونکو سیالیو هم ګڼل کېږي.
د پاکستان د کرېکټ بورډ مشر محسن نقوي په دوبۍ کې خبریالانو ته ویلي، لوبغاړي یې بشپړ چمتووالی لري او د دغه لوبې د ګټلو لپاره به په ډګر کې په ښه توګه ولوبېږي.
د دغه لوبې نندارې ته د پاکستان او هند په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه خلک ورغلي او ښايي د روانو اتلولیو تر ټولو ډېر نندارچیان هم د همدې سیالۍ وي.
پاکستان په دې وروستیو کې پرلپسې ماتې خوړلې او په کور دننه د کرېکټ پر دغه لوبدلې توندې نیوکې روانې دي.
په یاد هېواد کې د کرېکټ چارو یو شمېر شنونکو په ځلونه نیوکې کړې، چې د کرېکټ بورډ دننه د شته فساد او واسطو ناسم سیوری پر لوبډلې هم پرېوتی دی.
تېره ورځ د اتلانو جام په دغو سیالیو کې انګلستان اسټرالیایۍ لوبډلې ته ۳۵۳ هدف کېښود، چې د روانو سیالیو تر ټولو ستر هدف ګڼل کېده؛ خو اسټرالیا پر خپلې پیاوړې توپوهنې دغه هدف پوره کړ او لوبه یې وګټله.
افغانستان هم د اتلانو جام د دغه سیالیو برخه دی او د پاکستان په کراچۍ ښار کې یې د سویلي افریقا سره خپله لومړنۍ لوبه وبایلله.
افغانستان به د فبرورۍ پر ۲۶مه نېټه خپله دویمه لوبه له اسټرالیا سره وکړي.