د ټاکنو پیل؛ جرمني کې یوځل بیا د څو ګوندي ایتلافي حکومت اټکل کیږي

د جرمني خلک نن (یکشنبه) د فدرالي ټاکنو لپاره د رای اچونې مرکزونوته روان دي، چې خپل استازي وټاکي. سږکال له ۵۹ میلیونو زیات کسان د رای اچونې حق لري.
دا ټاکنې وروسته له هغه له ټاکلي وخت مخکې ترسره کېږي چې د صدراعظم اولاف شولڅ په مشرۍ د سوسیال ډیموکراتانو درې ګوندیز ایتلاف له ناکامۍ سره مخ شو. نظرپوښتنې ښيي چې د محافظه کار مسیحي دموکرات اتحاد (CDU) او د هغه متحد مسیحي سوسیال اتحاد (CSU) په۳۰ سلنه ملاتړ په لومړي مقام کې دي.
د سي ډیو یومشر فریدریښ مېرڅ د راتلونکې صدراعظمۍ څوکۍ لپاره تر ټولو پیاوړی نوماند ګڼل کېږي، خو د حکومت جوړولو لپاره یې لاره لاهم ګونګه ده.

د ښي اړخو ګوندونو راپورته کېدل
د ټاکنیزو مبارزو پرمهال د مهاجرت مساله توده موضوع وه. د افراطي ښي اړخي ګوند اې ایف ډي ملاتړ مخ پر زیاتېدو دی، چې دا د سیاسي مشرتابه لپاره یو چیلنج ګڼل کېږي، ځکه د جرمني اصلي سیاسي ګوندونه له دغه ګوند سره د کار کولو مخالف دي، له همدې امله به اې ایف ډي لا هم له واکه لرې پاتې شي.
د ښي اړخي «د جرمني لپاره بدیل» ګوند وده د دې ټاکنو یوه مهمه ځانګړتیا ده، چې شاوخوا ۲۰ سلنه ملاتړ لري او سوسیال دیموکراتان (SPD) یې شاته پرې ایښي، چې اوس درېیم مقام کې دي.
د جرمني اصلي سیاسي ګوندونو اعلان کړی چې له اې اېف ډي سره به هېڅ ډول ایتلاف ونه کړي.
که مېرڅ د صدراعظم په توګه بریالی شي، نو ښايي د سوسیال دموکراتانو (SPD) یا شنو ګوند سره ایتلاف ته اړ شي.
رایه ورکوونکي به د پارلمان (بونډسټاګ)۶۳۰غړي وټاکي. ټاکنیز مرکزونه له سهار ۸ بجو نه د ماښام تر۶ بجو پورې پرانیستي دي او د پایلو لومړني اټکلونه به سملاسي وروسته اعلان شي، خو رسمي پایلې به د دوشنبې په سهار اعلان شي.
دا ټاکنې داسې مهال ترسره کېږي چې جرمني له جدي سیاسي او اقتصادي ننګونو سره مخ دی.
اقتصادي وده درېدلې او له نړیوالو شریکانو، په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو سره، د برلین اړیکې ترینګلې شوې دي.
د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کړې چې اروپايي هېوادونه د اوکراین جګړې د پای ته رسولو له مذاکراتو وباسي، چې دا چاره د جرمني سیاسي کړکېچ ته لا پراختیا ورکوي.
مېرڅ ژمنه کړې چې اقتصاد به بیا فعالوي او د کډوالو د راتګ مخه به نیسي، چې دا مسایل د محافظه کارو رایه ورکوونکو لپاره مهم دي. خو له دې سره، هېڅ ګوند د مطلق اکثریت د ترلاسه کولو تمه نه لري، نو دا مانا لري چې د ایتلافي حکومت د جوړولو لپاره به اوږدې خبرې وشي.

د مهمو نوماندانو سیالي او رای اچونه
اولاف شولڅ او فریدریښ مېرڅ د یکشنبې په سهار خپلې رایې واچولې.
شولڅ له خپلې مېرمنې سره په پوتسدام کې رایه ورکړه، په داسې حال کې چې مېرڅ له خپلې مېرمنې سره په ارنسبرګ کې د رایې صندوق ته ولاړ.
نورو مهمو نوماندانو لکه د شنو ګوند مشر روبرټ هابیک او د اې ایف ډې نوماندې الیس وایدل هم د رایې ورکولو پروسه بشپړه کړه. وایدل برلین کې خپله رایه واچوله.
په ځینو انتخاباتي حوزو کې سخته سیالي روانه ده. په لایپزیګ کې کیڼ اړخی «دي لینکه» ګوند هڅه کوي خپله یوازینۍ مهمه څوکۍ وساتي. همداراز، په ګورلیتز کې، داې ایف ډي مشر تینو چروپولا د بیا ټاکل کېدو قوي چانس لري.
له ټاکنو وروسته، د حکومت جوړېدو لپاره مذاکرات ممکن اوږد وخت ونیسي. دا ټاکنې به وښيي چې جرمني به راتلونکو څلورو کلونو کې کوم سیاسي او اقتصادي مسیر خپلوي.

د جرمني اقتصاد له دوو پرلهپسې کلونو راهیسې په کمښت کې دی. د خلکو د ژوند د معیار په اړه بدبیني زیاته شوې، چیرې چې یوازې ۲۷سلنه خلکو ویلي چې د دوی اقتصادي وضعیت ښه شوی، په داسې حال کې چې دا کچه تېر کال ۴۲سلنه وه.