د پاکستان په سند ایالت کې تازه د ګوزڼ مثبته پېښه ثبت شوې ده

په ټول پاکستان کې د روان کال له پیله تر اوسه د پولیو دا درېیمه پېښه ده، چې تازه په سند ایالت کې ثبت شوې ده.

په دغه ایالت کې د پولیو د لمنځه وړلو سیمه‌ییز لابراتور مسوولینو ویلي، دغه پېښه د لاړکانه په ښار کې ثبت شوې چې له امله یې یوه «۵۴ میاشتنۍ» نجلۍ اغېزمنه شوې ده.

دا د روان کال په ترڅ کې د سند ایالت ګوزڼ دویمه او په ټول پاکستان کې بیا درېیمه پېښه ده، چې لومړۍ هغه یې په خېبر پښتونخوا کې ثبت شوې وه.

پاکستان یو ځل بیا د پولیو د پېښو له زیاتوالي سره مخ دی.

په ۲۰۲۴ کال کې د پولیو ۷۴ پېښې ثبت شوې وې، چې له دې شمېر څخه ۲۷ پېښې په بلوچستان، ۲۲ په خېبر پښتونخوا، ۲۳ په سند او یوه‌ یوه یې په پنجاب او اسلام‌اباد کې ثبت شوې وه.

د روان کال د پولیو پر ضد لومړنی ملي واکسیناسیون کمپاین د همدې میاشتې په پیل کې ترسره شو. له دې وروسته، د IPV-OPV ترکیبي واکسیناسیون کمپاین د فبرورۍ پر ۲۰مه په کوټه او د فبرورۍ پر ۲۲مه په کراچۍ کې تطبیق شو.

د چارواکو په وینا، په دې کمپاین کې شاوخوا یو مېلیون ماشومانو ته واکسین ورکړل شو.

همداراز، له فبرورۍ ۲۴مې تر ۲۸مې نېټې پورې په هغو ۱۰۴ سیمه‌‌ییزو شوراګانو کې د پولیو واکسیناسیون کمپاین ترسره کېږي، چې یا دیورنډ کرښې سره نږدې دي او یا هم د افغان کډوالو د پنډغالو دننه دي.

په دې کمپاین کې به شاوخوا ۶۶۰ زره ماشومان واکسین شي.

پاکستان او افغانستان په نړۍ کې یوازیني پاتې دوه هېوادونه دي، چې د پولیو له ګواښ سره مخ دي.

په دواړو هېوادونو کې د پولیو پر ضد ناسم کلتوري او مذهبي روایتونه یې د لمنځه وړلو پر وړاندې لوی خنډ بلل کېږي.