ټرمپ له روسیې سره د اوکراین په تړاو د خبرو دویم پړاو اعلان کړ

د یورونیوز د راپور له مخې، ټاکل شوې چې ټرمپ او پوتین به د روانې اونۍ د سې شنبې په ورځ سعودي عربستان کې د اوکراین په اړه سره مخامخ خبرې وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په هغه مرکه چې د C-Span د عامه خدمتونو شبکې له لوري خپره شوې، د امریکا او روسیې د استازو ترمنځ د اوکراین د جګړې د اوربند د خبرو اترو نوی پړاو اعلان کړ.

ټرمپ وویل، دغه خبرې به د لومړي پړاو خبرو څخه یوه اونۍ وروسته، د راتلونکې سې شنبې په ورځ د سعودي عربستان په ریاض کې ترسره شي.

په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو په موخه د لومړي پړاو خبرې اترې د امریکا او روسیې لوړپوړو چارواکو ترمنځ په ریاض کې تېره اونۍ پای ته رسېدلې دي، چې موخه یې د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د غونډې تنظیم کول و.

په ریاض کې د لومړي پړاو خبرو وروسته د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، دواړو خواوو هوکړه کړې چې درې موخې وڅاري؛ په واشنګټن او مسکو کې خپلو سفارتونو ته د کارمندانو بېرته راګرځول، د اوکراین د سولې د خبرو اترو د ملاتړ لپاره د لوړپوړو ډلو جوړول او د نږدې اړیکو او اقتصادي همکاریو لټون یې د دغو درېیو موخو په توګه یادې کړې دي.

بلخوا د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف ویلي، چې د ټرمپ او پوتین احتمالي غونډه کې یوازې د اوکراین پر جګړې نه؛ بلکې د نړۍوالو مسایلو په اړه پراخې خبرې کېدی شي.

د اوکراین د جګړې په تړاو د ټرمپ دغې چارې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ګڼې اندېښنې راپارولي دي.

څو ورځې وړاندې زلنسکي وویل، چې اوکراین په سعودي عربستان کې خبرو اترو ته نه دی بلل شوی او کیف به د ستراتیژیکو شریکانو سره د مشورې پرته له روسیې سره خبرې ونه‌کړي؛ خو ټرمپ د زلنسکي د خبرو په ځواب کې هغه یو ډیکټاتور کېمډین بللی و.