د پاکستان امنیتي ځواکونو په خېبر پښتونخوا کې د «ټيټيپي» څلور وسلهوال وژلي دي

د پاکستانۍ رسنۍ خراسان ډایري د راپور له مخې، د خېبر پښتونخوا ایالت اړوند په ډرابڼ سیمه کې د «ټيټيپي» وسلهوالو او د یاد هېواد امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
د راپور له مخې دغه پېښه نن د یکشنبې په ورځ د (کب ۵مه) سهار مهال رامنځته شوې، چې پکې دواړو لوریو پر یو بل مخامخ وسلهوال بریدونه کړي دي.
ځايي پولیسو په یاد برید کې لږ تر لږه د پاکستاني طالبانو د څلور تنو وسلهوالو د وژل کېدو خبره کړې؛ خو د دوی امنیتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو یې څه نه دي ویلي.
د خېبر پښتونخوا بېلابېلې سیمې په دې وروستیو کې خورا نا امنې شوې او هره ورځ ترې د پاکستاني طالبانو او پوځیانو ترمنځ د جګړو خبرونه ترلاسه کېږي.
په خېبر پښتونخوا کې ځايي سیاستوال نیوکې کوي، چې د پاکستان د بې غورۍ له کبله دوی د جګړې په اور کې سوځي.
ځینو سیاستوالو لا دا ادعا هم کړې ده، چې په دغه ایالت کې یو شمېر سیمې د طالبان واک ته لوېدلې او په ځینو نورو کې بیا د شپې د طالبانو حکومت وي؛ خو د ورځې پکې بیا د پاکستان امنیتي ادارې واکمنې وي.
په خېبر پښتونخوا کې وروسته له هغې د «ټيټيپي» وسلهوالو فعالیتونو پراخ شول، چې په افغانستان کې یې ملګري افغان طالبانو بیا ځل پر ټول هېواد واک ترلاسه کړ.
پاکستان په وار وار اندېښنه ښوولې، چې افغان طالبانو په خپله خاوره کې د دوی ضد وسلهوالو پر ځانګړې توګه «ټيټيپي» ته پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه د دوی په هېواد کې ترهګریز بریدونه پلانوي؛ خو افغان طالبانو دغه ادعاوې بې بنسټه بللې دي.
د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې پاکستان کابل ته له « ټيټيپي » سره د خبرو لپاره کابل ته یو پلاوی ولېږه؛ خو هلته د سولې یاد مذاکرات ناکام شول.
اوس پاکستان ادعا لري، چې افغان طالبان پر پاکستاني طالبانو د خپل نفوذ ځانګړی سیوری لري او باید مهار یې کړي.
د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر بیا ویلي و، چې له افغان طالبانو سره هېڅ ستونزه نه لري او یوازینۍ کشاله یې ورسره د «ټيټيپي» د پټنځایونو په تړاو ده.
بلخوا د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزی چې اوس د ملا هبت الله له لوري یې د نیول کېدو امر شوی او وار له مخه یې له هېواده پښې سپکې کړې ادعا لري، چې پاکستان داعش ته په خپل هېواد کې روزنیز مرکزونه او پناه ځایونه ورکړي دي.
د طالبانو د یاد چارواکي دغه څرګندونې هم د پاکستان له لوري رد شوې او له همدې امله د دواړو لوریو اړیکې په ښکاره توګه کړکېچنې ښکاري.