ټرمپ له طالبانو نه د وسلو بېرته ترلاسه کولو مسوول وټاکه

د متحده ایالاتو ولسمشر دونالډ ټرمپ په خپله وروستي وینا کې چې د امریکا د محافظه‌کارانو لوی کنفرانس ته یې وکړه، یوه امریکایي چارواکي ته دنده ورکړه چې له طالبانو نه د امریکايي وسلو او تجهیزاتو د بیرته ترلاسه کولو پلان جوړ کړي.

ټرمپ په دې وینا کې «ډاګ» نومې یوه کس ته اشاره وکړه او غوښتنه یې وکړه چې په دې برخه کې اقدام وکړي.

ټرمپ د ډاګ ستاینه وکړه او ویې ویل: «هغه کولی شي دا کار وکړي. هغه تکړه سړی دی».

تر اوسه د دغه چارواکي هویت په بشپړ ډول څرګند نه دی، خو ځینې خلک باور لري چې ټرمپ ممکن د ډاګ منچستر یادونه کړې وي، چې د جمهوري غوښتونکو ګوند ملاتړی دی.

افغانستان انټرنشنل د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نه د ټرمپ له خوا ټاکل شوي فرد په اړه پوښتنه کړې، خو تر اوسه پورې ځواب نه دی ترلاسه شوی.

د امریکايي تجهیزاتو په لیدو د ټرمپ غوسه کېدل

ټرمپ درې ځله يادونه وکړه، چې دی سخت غوسه کېږي کله چې طالبان د امريکايي تجهيزاتو سره پوځي نندارې (پریډ) ترسره کوي.

نوموړي له طالبانو سره د امريکا مالي مرستو ته په اشارې وويل:« تاسې پوهېږئ، چې موږ هر کال افغانستان ته شاوخوا دوه تر دوه نيم مليارده ډالر ورکوو، په داسې حال کې چې موږ خپله مرستو ته اړتيا لرو».

ټرمپ روښانه کړه، که دغه مرستې دوام مومي طالبان بايد پاتې پوځي تجهيزات بېرته وروسپاري.

هغه زياته کړه:« طالبان دغه تجهيزات پلوري. که موږ هغوی ته دا پيسې ورکوو؛ نو اجازه راکړئ چې زموږ وسايل بېرته راکړي. هغوی ټانکونه، موټرونه، وسلې او د شپې ليد کمرې لري؛ ان له هغه څه ښه او نوي چې موږ يې لرو تازه له بکس څخه راوتلي. دا حیرانوونکې ده».

ټرمپ يو ځل بيا وويل، چې امريکا په افغانستان کې ملياردونه ډالر ارزښت لرونکي پوځي تجهيزات پرېښي دي.

نوموړي وړاندې هم دا شمېر شاوخوا «۸۰ مليارده ډالر» ښودلی و او له خپلو دولتي چارواکو يې غوښتنه وکړه، چې دغه مسله وڅاري.

دا لومړی ځل نه ‌دی، چې ټرمپ د افغانستان څخه د امريکايي تجهيزاتو د بېرته اخيستلو غوښتنه کوي.

نوموړي دغه موضوع په ټاکنیزو منډو ترړو کې هم څو ځله ياده کړې ده؛ خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد تازه په «اېکس» پاڼه ويلي، چې د ټرمپ څرګندونې يوازې ټاکنیز ارزښت لري او عملي بڼه به خپله نه‌ کړي.

مجاهد ټينګار وکړ، چې امريکايي پوځي تجهيزات د «جنګي غنيمت» په توګه ګڼل کېږي او طالبان به ترې ساتنه کوي.

هغه زياته کړه:« تر هغه چې موږ ژوندي يو، امريکا به خپل وسايل راڅخه بېرته وانخلي».

د امريکايي ادارو د راپورونو له مخې امريکا په تېرو درې نيمو کلونو کې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته شاوخوا ۳.۵ ميليارده ډالر مرستې ورکړې دي.

ډونالډ ټرمپ سپینې مانۍ ته له ننوتو سره سم پر افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو خپلې ټولې بشرپاله او پراختیایي مرستې ودرولې.

د دغو مرستو د بندېدو له کبله د افغانستان اقتصاد له سخت کړکېچ سره مخ شوی دی.

امریکایي وسلې د طالبانو په لاسونو کې

د امريکا دفاع وزارت ويلي، چې د افغانستان کې ترې پاتې شوي امريکايي وسايل شاوخوا ۷ مليارده ډالر ارزښت لري چې په کې پوځي زغروال ټانکونه، پرمختللې وسلې، د بایومټریک وسایل او نور ټکنالوژيکي وسايل شامل دي.

د ۲۰۰۲کال د جون میاشتې راهیسې د ۲۰۲۰کاله پورې امريکا ۸۸.۶ مليارده ډالر د افغانستان د امنيتي ځواکونو ملاتړ صندوق له لارې د افغان پوځ د تجهيز، اکمال او روزنې لپاره لګولي و.

امريکا تر وتلو دمخه ۷۸ جنګي الوتکې د کابل نړيوال هوايي ډګر کې پرېيښي وې او د دفاع وزارت د د معلوماتو له مخې، له ۹۶ زره پوځي زغروالو ټانکونو څخه ۴۰ زره يې لا هم افغانستان کې پاتې دي.

د افغانستان له سقوط وروسته امريکايي چارواکو ويلي، چې له ۴۲۷ زره میله وسلو څخه ۳۰۰ زره میله وسلې هم په افغانستان کې ترې پاتې شوې دي.

تر څنګ يې ۱۸۱ زره د هوايي مهماتو واحدونه، ۵۰ زره د تمريناتي مهماتو ټوټې او ۹۲۰۰ د مهماتو ويشتونکي وسايل هم پاتې دي.

هم مهاله څو څو ځله پاکستان اندېښنه څرګنده کړې، چې افغانستان کې پاتې دغه امریکایي وسلې د دوی امنيت ته جدي ګواښ دی.