طالبانو له ازبکستان څخه وغوښتل چې په سالنګ کې دویم تونل جوړ کړي

د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د ازبکستان له چارواکو وغوښتل، چې په سالنګ کې د دویم تونل د جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي.
برادر د ازبکستان له لوموړي وزیر عبدالله عارف اوف سره په کتنه کې ټينګار وکړ، چې دغه تونل د سوېلي او مرکزي اسیا ترمنځ د اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو په پراختیا کې اساسي رول لري.
نوموړي دغه څرګندونې د شنبې په ورځ (د کب ۴مه) ازبکستان ته د یوه طالب پلاوي په مشري د دوه ورځیني سفر پر مهال له ازبک چارواکو سره وکړې.
دا په داسې حال کې ده، چې په سالنګ کې د دویم تونل د جوړولو ډیزاین په تېر حکومت کې جوړ شوی و، خو دغه پروژه عملي نه شوه.
د سالنګ اوسنی تونل په ۱۳۴۳ لمریز کال کې د پخواني شوروي له لوري جوړ شوی دی او د افغانستان شمال له مرکز او سوېل سره نښلوي.
د ملا برادر د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، نوموړي په تاشکند کې د دې ډلې پر بې طرفه بهرني سیاست ټينګار کړی دی.
د نوموړي په وینا: «د ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره زمونږ بهرنی سیاست د بې طرفۍ پر اصل ولاړ دی او نورو هېوادونو هم ورته انتظار لرو.»
د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د نړۍ او ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان خاوره به د هېځ یوه هېواد لپاره ګواښ نه وي.
نوموړي همداراز په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده، چې دغې ډلې په تېرو درې نیمو کلونو کې د نشه یي توکو د کر، تولید او قاچاقو مخه نیولې ده.
برادر دغه خبرې په داسې حال کې کوي، چې د ازبکستان په ګډون د مرکزي اسیا هېوادونه له افغانستانه د افراطي ډلو له نفوذ څخه اندېښمن دي
که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له ازبکستان سره د دغې ډلې اړیکې ښې دي، خو بیا هم دغه هېواد د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.