جیش العدل د ایران په جنوب ختیځ کې پر دولتي ادارې د برید مسوولیت ومانه

جیش العدل د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په چابهار ښار کې د کور جوړنې بنسټ د مرکزي دفتر په ودانۍ د برید او چاودنې مسوولیت په غاړه واخیست. دې ډلې ویلي، په دې اداره یې برید ځکه وکړ، چې د مکران د ساحلونو د پراختیا په څېر پروژو لپاره یې د چابهار د خلکو کورونه ویجاړ کړي.

جیش العدل وایي، د کب په ۴مه، د شنبې په سهار، د دوی ځواکونه د چابهار کور جوړنې بنسټ مرکزي دفتر ته ننوتل او د دوی کارمندان او مراجعین یې بهر کړل او وروسته یې د چاودیدونکو توکو په واسطه ودانۍ کې چاودنه وکړه.

د زاهدان څارنوال مهدي شمس ابادي هم منلې چې د کپ ۴مه په لس نیمو بجو د چابهار د ختیځې برخې لپاره د سازمان د مرکزي دفتر په ودانۍ کې یو بم وچاودید چې د هغې یوه برخه یې ویجاړه کړه.

په دې پېښه کې څوک ټپیان شوي نه دي.

په همدې حال کې، د ایران صدا او سیما رسنۍ راپور ورکړ چې وسله وال د چابهار ختیځ کې د کور جوړنې سازمان مرکزي دفتر ته ننوتل، اداري کارمندانو او مراجعینو ته یې ګواښ وکړ او بیا یې په ودانۍ کې چاودنه وکړه.

د زاهدان د څارنوال په وینا، استخباراتي او امنیتي ځواکونه د پیښې د لاملونو په اړه څېړنې کوي او په دې اړه اړین قضايي احکام صادر شوي دي.

جیش العدل وویل چې د دې اقدام دلیل "د پخوانیو خبرداریو سره ژمنتیا وه، چې د هغو دولتي ادارو سره حساب کتاب وشي چې د بلوڅانو د کورونو په ویجاړولو کې یې رول لوبولی دی."

جیش العدل زیاته کړه چې دا پروژې، چې په ځانګړې توګه د مکران ساحلي پراختیایي پلان په بڼه تعقیبېږي، د سیمې د نفوسو په جوړښت کې د بدلون او د اصلي اوسیدونکو د کلتوري او مذهبي هویت د له منځه وړلو لامل شوې دي.

مخکې له دې، جیش العدل په سیستان او بلوچستان کې د ایران اسلامي جمهوریت د ارګانونو لخوا د خلکو د ځمکو د ویجاړولو او ضبطولو په وړاندې خبرداری ورکړی و.