طالبان له یادښت اخیستو پرته له ازبکستاني پلاوي سره د خبرو اترو لپاره ناست دي

د طالبان د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د دغې ډلې پلاوی چې ازبکستان ته په دوه ورځيني سفر تللی، له یادښت اخیستو پرته له ازبکستاني چارواکو سره د خبرو اترو لپاره ناست دي.
له ازبکستاني لوري سره د طالب چارواکو د پلاوي دغه ناسته د ټولنیزو شبکو د یو شمېر کاروونکو غبرګونونه راپارولي او دغه ډله یې د سیاسي بیروکراسي، ډېپلوماټیک عرف او د کاري مجلس له کلیمو سره نابلده ښودلې ده.
د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دې ډلې لوړپوړی پلاوی نن ازبکستان ته تللی او هلته یې له ازبکستاني چارواکو سره لیدنه کړې.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، چې دغه پلاوي نن له غرمې وروسته د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجه یوف سره ولیدل.
د غونډې انځورونو کې ښکاري، چې ازبکستاني چارواکي له قلم او کتابچې سره د طالبانو پلاوي ته مخامخ ناست دي او د غونډې له خبرو اترو یادښت اخلي، خو بل لور ته طالب پلاوی بیا له قلم او د یادښت کتابچي پرته ناست دي او یوازې خبرو اترو ته غوږ دي.
د محمد صافي په نوم د فېسبوک یوه کاروونکي لیکلي: «یوه ډله یې له ځانونه سره ورقې نیولي او نوټ اخلې بل لور بیا داسې ناست دي ته به وایي چې فاتحې یا چکر ته ورغلي دي.»

د اېکس یوه کاروونکي د پوهنتون او مدرسې د توپیر یادونه کړې او ویلې یې دي: «ملایان نوټ ته ضرورت نه لري.»
د انسټاګرام یوه کاروونکي بیا پوښتنې مطرح کړي: «د غونډې یادښتونه څوک اخلي؟ مشترکې پرېکړې او وعدې څوک ثبتوي؟»
د انستاګرام دغه کاروونکي زیاته کړې: «د افغانستان بدبختي دا ده، چې د موسی شفیق او ډاکتر ظاهر پر څوکۍ نن هغه ملا ناست دی، چې د سیاسي بیروکراسي، ډېپلوماټیک عرف او کاري مجلس له کلیمو سره هم نه دي بلد.»
د رحیم الله رحیمي په نوم د فېسبوک یوه بل کاروونکي لیکلي: «دوی حافظان دي په یادو یی یادوي، په ورقو باور نه شته هسی نه ورک شی.»

د ټولنیزو رسنیو یوه بل کاروونکي بیا د کنایې په بڼه لیکلي: «نوټ خو هغه خلک اخلي چې حافظه نه لري, دوی خو نابغه ګان دي.»
د حمید ذاکر په نوم یوه بل کاروونکي لیکلي: «دوی بیا داسی کار کوي، چی کله غونډه خلاصه شی .بیا له هغوی د کتابچو څخه سکرین شاټ اخلي هغه بیا نوټ کوي.»
دې ته ورته په لسګونه نور غبرګونونه هم شته.
پر طالبان اکثراً دغه نیوکه شته، چې په ډېپلوماټیک عرف نه پوهېږي او په دې برخه کې پاتې راغلي دي.