د پاکستان لومړی وزير: که پرمختګ کې له هند مخکې نه شو، نوم به مې شهباز شریف نه وي

د پاکستان لومړي وزير په ډېره غازي خان کې غونډی ته وویل، پرمختګ د پاکستان پر برخلیک بدلېږي او «که هېواد مې له هند مخکي نه کړ نوم به مې شهباز شريف نه وي.» نوموړی وايي، چې د فدرالي او صوبايي حکومتونو په ګډو هڅو سره د ملت برخلیک بدلولو ته ژمن دی او په دې سره به هند شاته پريږدي.
پاکستان راډيو او جیونيوز د شنبې په ورځ په ډېره غازي خان کې یوې پراخې غونډي ته د لومړي وزير شهباز شریف د وینا اړوند په خبرونو کې د نوموړي له قوله ویلي، چې د هېواد د پرمختګ لپاره به نه ستړېدنکی کار کوي او په دې اړه به پر ملت احسان نه کوي.
نوموړي ويلي، چې په هېواد کې تېر کال اقتصادي ثبات راغلی او اوس يې موخه د کرنې او صنعت سکتورونو پياوړي کول دي، تر څو صادرات زيات او میلیونو خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي.
هغه د برېښنا په قیمتونو کې د کموالي ژمنه هم وکړه.
شهباز شریف زياته کړه، چې د انفلاسیون کچه له ۴۰ سلنې دوه عشاريه ۴ سلنې او د بانکونو د سود کچه له ۲۲ تر ۱۲ سلنې ته ټيټه شوې ده.
لومړي وزير زياته کړه، چې د پرمختګ دور پيل شوی او له خلکو يې غوښتي، چې د قرضونو د ختمولو لپاره دعا وکړي.
ډېره غازي خان له پښتونخوا او بلوچستان سره په ګاونډه کې پرته او له ناامنۍ اغېزمنه سیمه ده.
شهباز شریف په خپلو خبرو کې په پښتونخوا او بلوچستان کې ناامنۍ ته په اشاره وویل، چې وسلوال «په خيبرپښتونخوا او بلوچستان کې د دښمن په امر ترهګري روانه ده. تر څو چې ترهګري ختمه نه شي، هېواد پرمختګ نه شي کولی، له سولې پرته دا هر څه نه شي راتلای.»
نوموړي د پاکستان د پرمختګ لپاره امن مهم بللی او په دې برخه کې يې د امنیتي ځواکونو قربانۍ ستايلي دي.
د پاکستان لومړي وزير په ډېره غازي خان کې د سرطان ناروغۍ او راجن پور کې د پوهنتون جوړولو اعلان هم وکړ.