د افغانستان د ازاده ګانو ملي جبهې له هاګ محکمې د ځینې جهادي مشرانو د محاکمې غوښتنه وکړه

د افغانستان د ازاده ګانو ملي جبهې له هاګ محکمې د پخوانیو جهادي او تنظیمي مشرانو د محاکمې غوښتنه کړې. د دوی عریضه کې د کریم خلیلي، محمد محقق، یونس قانوني، بسم الله محمدي، عبدالرب رسول سیاف، عبدالرشید دوستم، ګلبدین حکمتیار، جنرال مالک، عبدالمجید روزي او ګل محمد نومونه شامل دي.

دغې جبهې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د جرمونو نړیوالې محکمې ته یې، چې په هاګ محکمه هم مشهوره ده، تېره ورځ د جنګې جنایتکارو په ضد عریضه وړاندې کړه.

د یادې جبهې د رسنیزو چارو همکار افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وايي، چې د کورنیو جګړو پر مهال د ټولو هغو عاملینو په ضد عریضه یې په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې ته سپارلې، چې د هېواد د بېلا بېلو سیمو کې یې جنګې جنایتونو کړي دي.

ګلنور بهمن وایي:«بالاخره کار باید له یو ځایه پیل شوی وای، اوس د ازاده ګانو ملي جبهې د جهادي تنظیمونو د مشرانو او جنګي جنایتګرانو په وړاندې دوسیه د هاګ محکمې ته سپارلي ده. وروسته به د دښت لیلي او قلعه جنګي د پېښو په اړه قضیې محکمې ته وړاندې کړي.»

د افغانستان د ازاده ګانو ملي جبهې د جرمونو نړیوالې محکمې ته په افغانستان د جنګې جنایت کوونکو ته د سزا ورکولو په نوملړ کې هغه جهادي او تنظیمي مشران شامل دي چې د ډاکټر نجیب د حکومت له پرځېدو وروسته په کورنۍ جګړه کې ښکېل و، لکه محمد کریم خلیلي، محمد محقق، محمد یونس قانوني، بسم الله محمدي، عبدالرب رسول سیاف، عبدالرشید دوستم، ګلبدین حکمتیار، جنرال ملک پهلوان، عبدالمجید روزي او ګل محمد پهلوان نومونه شامل دي.

د ازاده ګانو ملي جبهې په اعلامیه کې ویل شوي، چې یاد کسان په افغانستان کې د کورنۍ جګړې پر مهال د میلینونو کسانو د وژلو عاملین دي.

خو د د یو شمېر دغو کسانو د کورنیو غړو د ازاده ګانو ملي جبهې د عریضي په اړه زموږ پښتو ته ځواب را نه کړ.

دغه جبهې ویلي، چې جنایت کوونکي په هیڅ قوم، ژبه او سیمه پورې تړلې نه دي او هر جنګي جنایت کوونکی باید محاکمه شي او سزا وویني.

د دغې جبهې غړي وايي، له یادې عریضي وروسته پلان لري، چې د طالبانو او د جمهوریت پر مهال د یو شمېر هغه کسانو په ضد هم د جرمونو نړیوالې محکمې ته عریضه وکړي، چې جنګي جرمونه یې کړي دي.

ګلنور بهمن وايي، د افغانستان د ازاده ګانو ملي جبهه یو سیاسي او نظامي بنسټ دی چې د افغانستان د جمهوري نظام له پرځیدو وروسته یې فعالیت پیل کړی.

دغه جبهه په افغانستان، امریکايي او اروپايي هېوادونو کې د مېشت افغان ځوانانو له خوا جوړه شوې او د تېرو حکومتونو او ګوندونو هیڅ غړی یې په جوړښت کې برخه نه لري.

د افغانستان د ازاده ګانو ملي جبهې په داسې حال کې د کورنیو جګړو پر مهال د جهادي تنظیمونو د مشرانو د محاکمه کېدو غوښتنه کړي او د دوی په وړاندې د جرمونو نړیوالې محکمې ته ییې عریضه کړي ده، چې څه موده وړاندې د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوال د طالبانو د مشر مولوي هبت الله اخوندزاده او د دغه دلې د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني د نیولو د حکم غوښتنه وکړه.