رویټرز: امریکا امنیتي برخه کې پر بهرنۍ مرسته بندیز لرې کوي، خو افغانستان پکې شامل نه دی

د رویټرز د راپور له مخې، امریکا‌ په امنیتي برخه کې پر بهرنۍ مرسته بندیز لرې کوي، خو د مرستو د معافیت دغه بودیجه کې ډیره کمه برخه د بشري مرستو لپاره ده. د بهرنیو مرستو د معافیعت په نوملړ کې د افغانستان په ګډون یو شمېر هغه هېوادونه شامل نه دي، چې له سخت بشري ناورین سره مخ دي.

په دغه راپور کې ویل شوي، د امریکا له لوري د بهرنیو مرستو د معافیت په برخه کې ۵،۳ میلیارده ډالر شامل دي، چې په جنوري میاشت کې د ټرمپ لخوا ځنډول شوي وو.

د بهرنیو مرستو د معافیت ډیره برخه د امنیت او نشه یي توکو ضد مبارزې لپاره ده، خو ډیره کمه برخه یې د بشري مرستو لپاره ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنوري په ۲۰مه واک ته له رسیدو سره سم د دریو میاشتو لپاره د بهرنیو مرستو د ځنډ امر وکړ.

په دغو مرستو کې د لوږې او وژونکو ناروغیو سره پر مبارزه سربیره په ټوله نړۍ کې د میلیونونو کسانو لپاره پر هر ډول مرستو بندیز شامل دی.

د مرستو بندېدو د امریکايي چارواکو او بشري سازمانونو ترمنځ د پروګرامونو د دوام لپاره د معافیتونو پر سر یوه لانجه راپورته کړه.

د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې ټولې بهرنۍ مرستې باید د ټرمپ د «امریکا پرسټ» پروګرام لومړیتوبونو سره سمون ولري.

د بهرنیو مرستو د معافیت په نوملړ کې په منځني ختیځ کې د امریکا متحدینو اسراییل او مصر ته د پوځي او بشري مرستو لپاره معافیتونه صادر شوي دي.

رویټرز وايي، د ۲۴۳ نورو هغه استثناوو لیست یې تر لاسه کړی، چې د فبروري تر ۱۳مې پورې تصویب شوی او ټولټال ۵،۳ ملیارد ډالر کیږي.

په دې نوملړ کې هغه پروګرامونه په ګوته شوي چې د امریکا لخوا به تمویل شي او دغه هېواد به یې اداره کوي.

د معاف شویو بهرنیو مرستو لویه برخه چې له ۴،۱ میلیارد ډالرو زیات دي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي او پوځي چارو د ادارې لخوا د اداره کیدونکو پروګرامونو لپاره دي، چې نورو هیوادونو او ډلو ته د وسلو پلور او د نظامي مرستو څارنه کوي.

د رویټرز په دغه راپور کې ویل شوي چې نور معافیتونه د ټرمپ د کډوالۍ د مخنیوي او امریکا ته د غیرقانوني نشه یي توکو د جریان د بندولو په برخه کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه د رویټرز پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

په دغه نوملړ کې د یوسیډ (USAID) پروګرام ته هم ځینې برخو کې معافیت ورکړل شوی.

د دغې ادارې په معافیت کې په غزه کې د غیري خوراکي بشري مرستو لپاره ۷۸ میلیونه ډالر شامل دي.

همدارنګه د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند تړون پورې اړوند سور صلیب نړیوالې کمیټې ته جلا ۵۶ میلیونه ډالر ورکړل شوي دي.

خو امریکا د بهرنیو مرستو د معافیت په دغه نوملړ کې د افغانستان، سوډان، سوریې، اوکراین او ماینمار په څیر په نړۍ کې د سخت بشري ناورین سره مخ هېوادونو تهد بشري مرستو هیڅ معافیت شامل نه دی او د دغو هېوادونو لپاره د امریکا د بشري مرستو بندیز لا هم پر خپل ځای پاتې دی.

امریکا د بهرنیو مرستو د معافیت په نوملړ کې د تایوان د امنیتي پروګرامونو لپاره ۸۷۰ میلیون ډالر، د فیلیپین د امنیتي ځواکونو د عصري کولو لپاره ۳۳۶ میلیون ډالر او د اوکراین د ملي پولیسو او سرحدساتو لپاره د زغرو او زغره والو موټرو لپاره له ۱۲،۵ میلیون زیات ډالرو شامل دي.