اورګنایزر هندي مجله: داعش په روژه کې د افغانستان او هند دننه د لویو بریدونو پلان لري

هندي مجلې اورګنایزر د (کب دویمه) په خپلو استخباراتي ارزونو کې خبرداری ورکړی، چې داعش په راتلونکې روژې میاشت کې په افغانستان او هند کې د لویو بریدونو پلانونه لري. افغانستان کې د داعش ډله د ملګرو ملتونو له لوري د نړۍ له خطرناکو ترهګرو ډلو شمېرل شوې.
دغه ډله اوس مهال د طالبانو د کمزوري کولو لپاره جګړه کوي.
اورګنایزر مجلې لیکلي، د روژې میاشتې په رانږدې کېدو استخباراتي ادارو خبرداری ورکړی، چې داعش خراسان (ISK) به په افغانستان او هند کې پراخ بریدونه ترسره کړي.
دغې ترهګرې ډلې په وروستیو میاشتو کې خپل فعالیتونه ډېر کړي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له شته اختلافاتو ګټه اخلي.
اورګنایزر زیاتوي چې د پاکستان څارګره اداره (ISI) له داعش ډلې ملاتړ کوي، څو د طالبانو پر ضد یې وکاروي.
داعش خراسان په تېرو میاشتو کې د طالبانو لوړپوړي چارواکي په نښه کړي.
یادې مجلې د خپلو شنوونکو په باور لیکلي، چې دغه بریدونه د پاکستان د هڅو یوه برخه ده، څو طالبان کمزوري کړي.
د داعش وروستي تازه بریدونه
د فبرورۍ ۱۱مه – کندوز: د داعش یوه ځانمرګي بریدګر «ابوالانصاري» د کابل بانک څانګې مخې ته برید وکړ، چیرې چې د طالبانو جنګیالي د خپلو معاشونو د ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وو.
په دغه برید کې ۲۵ کسان چې طالب نظامیان او ملکي وګړي په کې شامل وو، وژل شوي او له ۵۰ تنو ډېر ټپیان شوي دي.
د فبرورۍ ۱۳مه – کابل: یو بل ځانمرګي بریدګر «ابو یوسف» د طالبانو د ښاري پراختیا او کور جوړولو وزارت ته دننه شو.
د طالبانو او بریدګر تر منځ جګړه وشوه چې طالبان ادعا کوي بریدګر یې هدف ته تر رسېدو وړاندې وژلی.
د دغه برید پر مهال د طالبانو د همدغه وزارت مالي او اداري چارو مرستیال ارسلا خروټی سخت ټپي شو.
دغه بریدونه ښيي، چې داعش خراسان نه یوازې دا چې د دقیقو بریدونو وړتیا لري، بلکې د مهمو دولتي موخو د په نښه کولو توان هم لري.
دغه راز دا بریدونه د طالبانو کمزوري څرګندوي او خلکو ته دا پیغام ورکوي، چې طالبان د هېواد امنیت نه شي ساتلی.
له روژې مخکې د بریدونو د زیاتوالي اټکل
داعش خراسان له ۲۰۲۲ کال راهیسې پر ځانمرګو بریدونو تمرکز کړی. په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې، دغې ډلې ګڼ شمېر خونړي ترهګریز بریدونه ترسره کړل.
د دغو بریدونو موخه دا وه چې خپل ځواک وښيي او طالبان کمزوري کړي.
اورګنایزر وړاندې لیکي استخباراتي ادارې خبرداری ورکوي، چې داعش به د روژې میاشتې تر مخه پراخ بریدونه ترسره کړي.
د دغې هندۍ مجلې په باور د داعش تګلاره دا ده چې د روژې په میاشت کې خپل فعالیتونه زیاتوي.
شنوونکي وايي، چې داعش به نوي پلانونه عملي کړي، چې په کې د دولتي ودانیو، لوړپوړو طالب چارواکو ځایونه، رواني جګړې او دولتي فعالیتونو ته زیان رسول په کې شامل دي.
هند ته د امنیتي ګواښونو زیاتوالی
دغه راپور کې راغلي، د هند حکومت له طالبانو سره مذاکرات پیل کړي، چې پاکستان او داعش خراسان پرې مخالفت څرګند کړی.
هند ویلي چې دا خبرې به دوام وکړي او غواړي، چې د افغانستان په بیارغونه کې ونډه واخلي.
اورګنایزر مجله باور لري، که داعش په افغانستان کې خپل فعالیتونه زیات کړي، دا به د هند په ګډون د سیمې امنیت اغېزمن کړي.
داعش خراسان پخوا ویلي چې هند یې د بریدونو اصلي هدف دی.
ملګرو ملتونو هم ویلي، چې داعش د هند لپاره لوی امنیتي ګواښ دی او دغه هېواد باید کلک امنیتي تدابیر ونیسي.
خو راپورونه ښيي چې داعش تر اوسه پورې په هند کې خپل هدفونه نه دي ترلاسه کړي.
د هند حکومت د «صفر زغم» پالیسي غوره کړې چې په پایله کې یې د «مجاهدین هند» په نوم ډله له منځه تللې او «جبهه محبوب هند» (PFI) باندې سخت بندیزونه لګېدلي دي.
داعش به د هند او افغاستان امنیت وګواښي
د اورګنایزر مجلې په راپور کې ټینګار شوی چې د داعش احتمالي بریدونه د هند او افغانستان امنیت له جدي ستونزو سره مخ کولی شي.
طالبان چې ادعا کوي پر افغانستان بشپړ واک لري، لا هم د داعش پر وړاندې کمزوري دي. دا مسله نه یوازې د سیمې امنیت ته زیان رسوي، بلکې د طالبانو سیاسي راتلونکی هم له ګواښ سره مخ کولی شي.