ولې حماس د اسراييلي يرغمل شويو جسدونو د سپارلو پر مهال د امريکا جوړ بمونه په سټيج ایښی وو؟

حماس د پنجشنبې په ورځ د غزې اوربند د موافقې د یوې برخې په توګه سره صلیب ته د څلورو اسراییلي یرغمل شویو جسدونه وسپارل خو د جسدونو د سپارلو پر مهال یې د امریکا جوړ بمونه هم په سټيج ایښي وو.
د رسنیو د راپورونو له مخې، سره صلیب ته د یرغمل شویو کسانو د جسدونو د سپارلو په مراسمو کې د سټېج پر سر اېښودل شوي امریکايي بمونه (جي بي یو-۳۹ )بمونه وو چې له هوا څخه ځمکې ته ویشتل کیږي.
د حماس لهخوا د متحده ایالاتو جوړ شوي بمونو په اړه یو یادښت هم شتون درلود چې پهکې راغلي، وژل شوي اسراییلي یرغمل شوي د متحده ایالاتو په بمباریو کې وژل شوي دي.
حماس اعلان کړی و، چې په غزه کې اسراییلي یرغمل شوي کسان د اسراییل په بمبارۍ کې په نښه شوي دي.
لوېدیځو رسنیو هم د غزې د بمبارولو لپاره د امریکا لهخوا د (جي بي یو-۳۹ ) بمونو کارولو راپور ورکړی دی.
د تېر کال په مې مياشت کې امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز راپور ورکړ، چې اسراييلي پوځ د غزې په رفح سيمه کې د بې ځايه شويو فلسطينيانو يو کمپ په امريکايي جوړو شويو (جي بي یو-۳۹ ) بمونو په نښه کړی.
د اسراییل د دغه برید له امله په کمپ کې اور ولګېد چې په پایله کې یې تر ۴۰ ډېر فلسطینیان ووژل شول او ۲۴۹ نور ټپیان شول.
امریکايي خبري چینل سي این این هم تېر کال په خپل راپور کې څرګنده کړې وه چې اسراییلي پوځ د غزې په خان یونس سیمه کې یو ښوونځی د امریکايي جوړ شوي (جي بي یو-۳۹ ) بمونو په وسیله بمبار کړی چې له امله یې لږ تر لږه ۲۷ فلسطینیان وژل شوي او ۵۷ نور ټپیان شوي وو.
باید وویل شي چې حماس د پنجشنبې په ورځ د غزې د اوربند د موافقې له مخې د څلورو اسراییلي یرغمل شویو جسدونه په خان یونس کې سره صلیب ته وسپارل.