جاپاني چارواکو له طالبانو غوښتي، چې بشري حقونو ته درناوی وکړي او ټولګډونه حکومت جوړ کړي

جاپان د طالبانو له حکومت غوښتي، چې بشري حقونو درناوی وکړي او افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړ کړي. دغه غوښتنه د جاپان د حکومت له لوري دغه هېواد ته د طالبانو د یوه لوړپوړي پلاوی د سفر پر مهال په یوې ګډه ناسته کې مطرح شوې ده.

د نپون بنسټ چې په توکیو کې یو نادولتي بنسټ دی، فرانس پرېس اژانس ته ویلي چې «یو شمېر» لوړپوړي طالب چارواکي د دغه بنسټ په بلنه جاپان ته تللي او د معلوماتو له مخې چې دغه سفر به یوه اوونۍ دوام وکړي.

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو د واکمنۍ له بیا پیل ۲۰۲۱ کال وروسته د دوی استازي جاپان ته سفر کوي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د منځني ختیځ او افریقا د چارو مشر توشیهیده اندو د سې شنبې په ورځ د طالبانو د یوه لوړپوړي استازي سره لیدنه کړې.

د دې وزارت یوه چارواکي فرانس پریس ته ویلي، چې ښاغلي اندو په دې ناسته کې طالبان هڅولي چې د بشري حقونو درناوی وکړي او یو ټول‌ګډونه سیاسي بهیر رامنځته کړي.

طالبانو په افغانستان کې سخت قوانین وضع کړي چې د دغه ډلې توندلاري په ډاګه کوي.

دغې ډلې د سیاسي ګوندو پر فعالیتونو، د نجونو پر زده کړو، د ښځو پر کار، بیان ازادۍ او ګڼو برخو کې سخت بندیزونه لګولي دي.‌

دغې ډلې د خپلې پخوانۍ واکمنۍ په څېر یو ځل بیا صحرایي محکمو ته دوام ورکړی او په دورو د وهلو تر څنګ د اعدام سزاوې هم خلکو ته ورکوي. 

پر دې سربېره ښځې له تعلیم، کار، او ګڼو عامه ځایونو ته له تلو منع شوې دي چې ملګرو ملتونو دا چاره «د جنسیتي اپارټایډ» په نوم یاده کړې.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د هغه طالب چارواکي نوم نه دی افشا کړی چې له اندو سره یې لیدلي، خو د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري په ډاګه کړې چې د هغه په کډون یو شمېر نور طالبان جاپان ته رسیدلي دي.

لا تر اوسه پورې د دغه سفر د بېلابېلو برخو جزیات نه دي رسنیز شوي او د طالبانو په ګډون جاپان یې هم په تړاو بشپړ جزیات نه دي خپاره کړي دي.

د طالبانو حکومت پرله‌ پسې ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو ته، لکه د منځنۍ اسیا هېوادونو، روسیې او چین ته سفرونه ترسره کوي.

په دې وروستیو کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم افغانستان ته تللی و ؛خو بیا له بل ګاونډي پاکستان سره د طالبانو اړیکې تر بل هر وخته ترینګلې ښکاري.