اسحاق ډار: طالبان باید خپله خاوره د ترهګرۍ لپاره ونه کاروي

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د طالبانو له حکومت غوښتي چې خپله خاوره دې د ترهګرۍ لپاره نه کاروي، مګر طالبان ادعا کوي چې پاکستان په خپله خاوره کې د داعش لپاره مرکزونه جوړ کړي او په افغانستان کې برېدونه پلان کوي.
نوموړي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د هېڅ هېواد خاوره باید د ترهګرۍ لپاره ونه کارول شي او پاکستان په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي.
پاکستان وایي چې طالبانو د پاکستان ضد وسله والو ډلو ته په افغانستان کې ځای ورکړی دی او له دغه هېواد څخه په پاکستان کې بریدونه پلان کوي.
د دغه هېواد یوه جګپوړي جنرال شمشاد میرزا په یوه بریټانوي فکري مرکز کې په خپله وینا کې خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د کنټرول نشتوالی ښايي د سترو ترهګریزو بریدونو لامل شي.
همدا ډول د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د روان کال د چنګاښ میاشت کې ویلي وو، د هغه وسله والو پر ضد چې په پاکستان کې امنیتي ځواکونه په نښه کوي د دې نویو عملیاتو د یوې برخې په توګه به پاکستان راتلونکي کې افغانستان کې پر اهدافو بریدونه وکړي.
خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په وار - وار ادعا کړې، چې په افغانستان کې د داعش زیاتره بریدونه له پاکستان څخه تنظیمېږي.
په پاکستان کې د روانو ناامنیو له امله د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې ډېرې ترینګلې شوې دي.
د روان کال په جدي میاشت کې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان پوځ هوايي بریدونه وکړل، چې په پایله کې یې ۴۶ تنه ووژل شول. طالبانو د دغه برید قربانیان ملکي وګړي یاد کړي، خو پاکستان ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان د اورپکو پوستې یې په نښه کړې دي.