د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، طالبان پر افغانستان بشپړ واک نه لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له کاناډایي - امریکایي خبریالې کاټرین هاریج سره په یوه ځانګړې مرکه کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرداری ورکړ او د طالبانو لهخوا پر دغه هیواد د بشپړ واک خبره یې تر پوښتنې لاندې راوستې.
په افغانستان کې د القاعدې او داعش د شتون په تړاو د اندیښنو په اړه د پوښتنې په ځواب کې، روبیو وویل: «کله چې په یوه سیمه کې چې حکومت د یوې سیمې بشپړ کنټرول ولري او رامنځته شوې شخړې مهار نه شي کړای، نو داسې وضعیت نوروډلو ته ښه فرصت رامنځته کوي.»
په هغه مرکه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوه، هغه دا هم وویل چې د اوسني وضعیت او لس کاله مخکې وضعیت ترمنځ توپیر دا دی چې امریکایي ځواکونه د ترهګرو ډلو د په نښه کولو لپاره په سیمه کې نه شته.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې طالبانو په ځینو برخو کې همکاري کړې، چیرې چې دوی ته ویل شوي چې د افغانستان په ځینو برخو کې د داعش ډله او القاعدې وڅاري.
خو مارکو روبیو ټینګار وکړ، چې طالبانو په ځینو ورته قضیو کې ډېره همکاري نه ده کړې.
روبیو وویل، چې هغه به د سیمې اوسنی وضعیت د سبتمبر ۱۱مې له بریدونو مخکې سره نه پرتله کوي، خو وايي اوسنی وضعیت هم بشپړ ډاډمن نه دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې د ترهګرو ډلو د زیاتوالي په اړه اندیښنې یوازې افغانستان پورې محدودې نه دي، او د سوریې په اړه هم جدي اندیښنې موجودي دي.
روبیو زیاته کړه، چې ډیری خلک خوښ دي چې بشارالاسد نور په سوریه کې په واک کې نه دی، خو دا چې اوس مهال د سوریې په زندانونو کې د داعش شاوخوا ۸۰۰۰ غړي بندیان دي.
هغه خبرداری ورکړ، چې که سیمه ییزې بې ثباتۍ د دوی د خوشې کېدو لامل شي، نو یوه لویه ننګونه به رامنځته شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې ترهګرې ډلې په دوامداره توګه هڅه کوي، چې د حکومت له کنټرول څخه بهر سیمو کې ځانونه ځای پر ځای کړي ترڅو له هغه ځایه د سیمې د بې ثباته کولو پلان جوړ کړي.