واشنګټن پوسټ: د امریکا مرستو ځنډېدلو د افغان ښځو د زدکړو پروګرامونه له ګواښ سره مخ کړي

واشنګټن پوسټ په خپل یوه راپور کې وايي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د بهرنیو مرستو ځنډولو په افغانستان او له افغانستان نه بیرون د زرګونو افغان نجونو او میرمنو انلاین زدکړې او بورسونه له ګواښ سره مخ کړي دي.

دغې ورځپاڼې ویلي، چې د طالبانو له خوا له ښوونځي منع شوې افغان ښځې وېره لري، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د بهرنیو مرستو ځنډولو سره به دوی د زدکړو وروستی چانس هم له لاسه ورکړي.

د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر زدکړو له بندیز وروسته د امریکا مرستو زرګونو افغان نجونو او ښځو ته د انلاین زدکړو او په بهر کې د بورسونو د ترلاسه کولو زمینه برابره کړې وه.

خو افغان زدکوونکې او استادان وايي، د ټرمپ له لوري د بهرنیو مرستو د ځند د فرمان په لاسلیکولو سره اوس ډیری دغه پروګرامونه ځنډول شوي دي.

د تعلیمي تمویل د ځنډولو په اړه د سپینې ماڼۍ ویاندې انا کلي واشنګټن پوسټ سره په خبرو کې ویلي:«افغان ښځې له دې امله ځورېږي چې له افغانستان د جو بایډن د ګډوډ وتلو طالبانو ته اجازه ورکړه چې د هیواد حکومت ونیسي او د منځنیو پیړیو شرعي قوانینو پالیسي پلې کړي.»

یوې ۱۹ کلنې زدکوونکې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره د طالبانو له ډاره د نوم نه ښودلو په شرط خبرو کې وايي:«دا تاریخ دی، بیا پیښیږي»

نوموې د څه باندې دریو کلونو مخکې د «تورو ورځو» په اړه چې طالبانو د نجونو او ښځو د زدکړو پر وخت ښوونځي او‌پوهنتونونه بند کړل یادونه کړې او زیاتوي:« اوس ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ورته کار وکړ.»

نوموړې وايي، ډیره خوشحاله وه، چې تېره میاشت یې په افغان امریکن پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي کې انلاین زد کړې پیل کړي، خو بله ورځ هغه هم وتړل شو. نوموړې وايي:«موږ له يوې نوې تړلې دروازې سره مخ کېږو او موږ ډېر ستړي يو.»

طالبانو په څرګنده توګه انلاین زدکړې غیرقانوني نه دي اعلان کړې.

واک ته له رسیدو وروسته دغې ډلې پر ښځو او نجونو د زدکړو او کار د بندیزونو ترڅنګ له محرم پرته د ښځو پر سفر کولو د سخت بندیزونو ترڅنګ پر دوی په عامه ژوند کې د ګډون هم سخت بندیزونه لګولي دي.

واشنګټن پوسټ په خپل راپور کې ویلي، چې دا بدلون په ځانګړي ډول د هغو ښځو لپاره ځورونکی دی چې د طالبانو په وړاندې د امریکا د شل کلنې جګړې په جریان کې لویې شوې دي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ، متحده ایالاتو د افغانستان په امریکایی پوهنتون کې شاوخوا ۱۶۷ میلیون ډالر پانګونه کړې، چې په افغانستان کې د دوی مخکښه اکاډمیکه اداره ده. خو دغه پوهنتون په خپله ویبپاڼه کې یوه خبرتیا خپره کړې او لیکلي یې دي:«پریکړه یې کړې چې د ۲۰۲۵ کال د پسرلي سمستر وځنډوي.»

په دغې پرېکړې سره شاوخوا ۷۰۰ زدکونکې اغیزمنې شوې دي، خو پوهنتون په دې اړه له خبرو ډډه کړي ده.

د امریکا د مرستو ځنډ د هغو کسانو هیلې هم له منځه وړې چې غواړي بهر کې زدکړې وکړي.

همدارنګه په بنګله دیش کې د ښځو لپاره د اسیا پوهنتون چې د ډیریو لپاره د ژوند یو امید و هم د امریکا د مرستو د ځنډ له امله یې فعالیتونه درول شوي دي.

د دغه پوهنتون مشر کمال احمد وايي، د امریکا له ګډوډ وتلو وروسته «موږ پوهېدو چې په افغانستان کې ښځې څه تمه لري.»

هغه وویل:«نو موږ پریکړه وکړه چې بیرته لاړ شو او هڅه وکړو چې د ډیرو افغان میرمنو د ګمارلو لپاره یو ډیر مهم پروګرام پیل کړو.»

دې پوهنتون له ۲۰۲۱ کال راهیسې له ۶۰۰ زیاتو ښځو سره مرسته کړې چې له افغانستان ووځي او لوړې زدکړې وکړي.

تمه کېده چې شاوخوا ۳۳۰ نورې نجونې به په راتلونکو اونیو کې بنګله دیش ته ولاړې شي،خو د ټرمپ د اجراییوي فرمان له امله دا پلانونه ځنډول شوي دي.

د یاد پوهنتون مشر وايي، اوس د جرمني او کاناډا په کډون یې له نورو غوښتنه کړې، چې د پوهنتون د فعالیت لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي. «خو داسې ښکاري چې هیڅوک د امریکایانو لخوا پریښودل شوې تشه ډکولو لپاره اضافي سرچینې نه لري.»

پر همدغه مهال د ښځو د حقونو فعالانې اندېښمنې دي چې د امریکا د بهرنیو مرستو ځنډول به په افغانستان کې د اقتصادي سقوط لامل شي.

د واشنګټن د نړیوال پرمختګ مرکز،چې یوه څېړنیزه اداره ده تیره اونۍ اټکل وکړ چې که د امریکا مرستې د یوه بشپړ کال لپاره کنګل شي د هیواد ناخالص ملي عاید به ۷ سلنه کم شي.

د امریکا په ملاتړ هغه پروګرامونه چې زرګونو افغان میرمنو ته یې زمینه برابره کړي وه، چې آنلاین یا بهر زده کړې وکړي، د ټرمپ له خوا د بهرنیو مرستو د ځنډولو وروسته له خطر سره مخ دي.