افغان کډوالو له پاکستان څخه د اېستلو له وېرې سربېره د خپلې لوبډلې پر لوبې خوښي وښوده

په پاکستان کې شاو خوا څلور میلیونه افغانان د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) کې د خپلې ملي لوبډلې سیالیو ته داسې مهال خوښي کوي چې په دغه هېواد کې د افغانانو د بېرته ستنولو په اړه سخت اقدامات روان دي.

روېټرز خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي، یو شمېر افغان کډوال چې په پاکستان کې د بیا میشتیدنې په لټه کې دي په پلازمینه اسلام اباد کې په یوې قهوه‌خانه کې سره راټول شوي ترڅو په ګډه د افغان ملي لوبډلې لوبه وګوري. مګر بحث ډېر ژر له کرېکټ څخه د دوی اېستلو مسلې ته واوښت.

د بشري حقونو مدافع راحیل تالاش، چې د طالبانو له وېرې درې کاله وړاندې پاکستان ته راغلی، روېټرز ته ویلي: «هغه خلک چې له ۲۰۲۱ وروسته راغلي یوازې د خوندیتوب لپاره راغلي، ځکه چې د دوی ژوند په خطر کې وو.» هغې وویل چې په تېره میاشت کې د افغانانو له اېستلو سره یې حالت خراب شوی.

هغې زیاته کړه: "هرڅوک ویره لري."

خو ۲۲ کلنې مرضیه دلاور ویلي چې هغه هم په ویره کې ژوند کوي.«کله چې موږ له خوبه پاڅیږو موږ ویره لرو چې پولیس به راڅرګند شي. خلک د خپلو کورونو د پرېښودلو ویره لري.»

۲۶ کلنه پروین عسکري چې په نړۍواله کچه د جودو په برخه کې د افغانستان استازیتوب کوي، سره له دې چې طالبانو د ښځو پر سپورت بندیز لګولی دی، نوموړې په کابل کې له خپلې کورنۍ څخه د شاوخوا یو کال لپاره جلا شوې وه، د بیا میشتیدنې په لټه کې ده.

هغې وویل: "زه هیله لرم چې افغانستان لوبه وګټي." هغې زیاته کړه، چې د خوښې لوبغاړی یې سوکه توپ اچوونکی راشد خان دی.

په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې افغانانو افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې د پولیسو له‌خوا ورسره سخت برخورد کیږي او دغې چارې دوی سخت اندېښمن کړي.

فواد نوري چې په اسلام اباد کې امریکا ته د تللو په تمه شپې سبا کوي افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي:« له تېرو دوه میاشتو مو د پولیسو له لاسه ښه ورځ نده لیدلې، شپه او ورځ پولیس را روان وي، افغانان زوروي او ډېرې بې عزتۍ روانې دي، په دې ټوله دونیا کې افغانان هېڅ خواخوږي نه‌لري چې د دوی سره د اسلام اباد د پولیسو د زورولو په اړه غږ پورته کړي.»

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان کډوالو ځورول ردوي او وايي، چې د کډوالو اېستل یې د ۲۰۲۳ کال د پراخ کمپاین برخه ده.

یاده دې وي چې په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې له تېرو درې میاشتو راپه‌دېخوا د افغانانو پر وړاندې سخت ګامونه پورته شوی، کور په کور د افغانانو لټه روانه ده، تر اوسه زیات شمېر افغانان نیول شوي او بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.

داسې رېپورټونه هم ترلاسه شوي چې په پلازمینه اسلام اباد او راولپېنډۍ کې وېزه لرونکي افغانان هم نیول کیږي او د پېسو په بدل کې بېرته خوشې کیږي.