طالبان: د افغانستان بانک د سایبري امنیت په برخه کې نړیوال معیارونه تعقیبوي

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک رییس په رویسه کې د سایبري امنیت نړیوال کانفرانس کې د خپلې وینا پر مهال ویلي، چې دغه بانک د سایبري امنیت په برخه کې نړیوال میعارونه تعقیبوي او د عصري ټیکنالوژۍ په کارولو سره یې د افغانستان د مالي سکتور خوندیتوب پیاوړی کړی دی.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک مشر څلور ورځې وړاندې د سایبري امنیت نړیوال کانفرانس کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی.
د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خبرولو سره ویلي، چې نور احمد اغا د روسیې په یکاترینبورګ ښار کې د سایبري امنیت نړیوال کنفرانس کې کې د ګډون پر مهال په خپله وینا کې د افغانستان د مالي سکتور د امنیتي تدابیرو، د معلوماتي سیستمونو د ساتنې او د سایبري ګواښونو د مدریت په اړه خبرې کړې.
د افغانستان بانک دغه پلاوي د سایبري امنیت نړیوال کنفرانس د تخنیکي غونډو پر مهال د همکاریو پراخولو، د سایبري امنیت د نویو ټکنالوژیو د تبادلې او د بانکوالۍ ډیجټلي حل لارو د ودې په موخه د ایران د مرکزي بانک له رییس او یو نورو هېوادونو د مرکزي بانکونو او مالي ادارو له مسولینو سره هم کتلي دي.
د روسیې په یکاترینبورګ ښار کې د سایبري امنیت نړیوال کنفرانس کې د نړۍ د مخکښو مالي بنسټونو، مرکزي بانکونو او د ټکنالوژۍ د متخصصینو په کوربه توب د مالي سکتور لپاره د سایبري امنیت، ډیجټلي ټکنالوژۍ او د بانکوالۍ سیسټمونو د خوندییتوب پر موضوعاتو خبرې کیږي.
طالبان په داسې حال کې د سایبري امنیت په نړیوال کنفرانس کې ګډون کوي، چې څه موده وړاندې یوې ناڅرګنده ډلې په یوې بې سارې پېښه کې د طالبانو پر استخباراتي او اطلاعاتي شبکې سایبري برید وکړ او د دغې ډلې د ۲۱ وزارت خونو او خپلواکو ریاستونو اسناد یې په انترنېت کې خپاره کړل.