د طالبانو سفارت: پاکستان له اسلام اباد د کډوالو اېستلو موضوع له موږ سره نه ده شریکه کړې

په پاکستان کې د طالبانو سفارت وايي، په لنډ وخت کې له اسلام اباد او راولپنډۍ د افغان کډوالو ایستل د پاکستان یو اړخيزه پرېکړه ده او دوی په دې هکله خپله اندېښنه څرګندوي. طالبانو ویلي، چې پاکستان له همدې ښارونو د کډوالو د ژر ایستلو موضوع له دوی او یونیسیار سره نه ده شریکه کړې.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د جمعې په ورځ په يوه اعلاميه کې ویلي، چې د پاکستاني پوليسو له لوري په اسلام اباد او راولپنډۍ کې افغان کډوال نیول کيږي او له دې ښارونو د وتلو ګواښونه ورته کيږي.

طالبانو ویلي، چې د پاکستان د دې پرېکړې په اړه دوی ته رسمي خبر نه دی ورکول شوی.

سفارت ویلي: «که دا خپل سرې نيونې نه وي او د دغه هېواد پاليسي وي نو باید ټول اړخونه خبر اوسي.»

په اعلاميه کې ویل شوي، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ سره هم په ناستو کې معلومه شوه، چې هغوی هم د روان وضعت په اړه ناخبره دي.

د طالبانو سفارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې له اسلام اباد او راولپنډۍ د ټولو افغان کډوالو ایستل د دغه هېواد پلان دی.

دوی زیاته کړې: «بالآخره، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ومنله چې د اسلام اباد او راولپنډۍ او همداراز نږدې راتلونکي کې له ټول پاکستان د ټولو افغان کډوالو د ایستلو پلان قطعي او حتمي دی.»

د سفارت د مالوماتو له مخي، په دې اړه یې له پاکستاني چارواکو او نړیوالو سازمانونو سره خپلي اندېښنې شريکې کړې او کابل به هم له دې موضوع خبر کړي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې پاکستان د طالبانو هغه غوښتنه رد کړې، چې په اسلام اباد او راولپنډۍ کې په ناقانونه توګه د مېشتو افغانانو د اوسېدو موده وغځوي.

دغو افغان کډوالو ته ویل شوي، چې د ۲۰۲۵ کال د فېبرورۍ تر ۲۸مې له دغه هېواد ووځي.

د پاکستان امنیتي ادارو د بې اسناده افغان اوسیدونکو لېست جوړ کړی چې په ‌کې د هغوی معلومات او د اوسیدو ځایونه په نښه شوي دي.

هغه افغانان، چې د پاکستان ویزه لري د ویزې د مودې تر پایه پاکستان کې اوسیدلی شي.

له تېرو دوو میاشتو را په دېخوا په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې سخت اقدامات تر سره شوي او لا هم روان دي.