د هرات امنیتي کنفرانس ۱۲م پړاو په اسپانیا کې جوړېږي

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ خبر ورکړی چې د هرات امنیتي کنفرانس ۱۲م پړاو به درې ورځې وروسته په اسپانیا کې ترسره شي.
نوموړي بنسټ په یوه بیان کې زیاته کړې، چې د دغه کنفرانس ۱۲م پړاو به د روانې کب میاشتې په ۵مه او ۶مه د اسپانیا په مادرید ښار کې جوړ شي.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ لیکلي: «هغه څه چې د افغانستان لپاره پېښ شوي، دا یو تصادف نه دی، بلکې د سیاستونو او د قدرت د جوړښتونو پایله ده.»
ورته مهال، د افغانستان د جمهوري نظام د بهرنیو چارو پخواني وزیر ډاکټر رنګین دادفر سپنتا هم پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د هرات امنیتي کنفرانس په ۱۲م پړاو کې به د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ګڼ شمېر پوهان، ډېپلوماټان، د مدني ټولنو او بشري حقونو فعالان برخه ولري.
ټاکل شوې په دغه کنفرانس کې د نړۍوالو سیمهییزو قدرتونو پر مسوولیت او رول خبرېاترې وشي.
د یادونې ده چې د هرات امنیتي کنفرانس ۱۱م پړاو تېرکال د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه ښار کې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز لهخوا جوړ شوی و.