په بادغیس کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوه

په بادغیس کې د طالبانو روغتيايي چارواکي خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې د پولیو یا د ماشومانو د فلج ناروغۍ یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

د طالبانو روغتيايي چارواکو منلې چې دا پېښه د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په «قروتو» کلي کې ثبت شوې او زیاتوي چې د پېښې اغېزمنه یوه پنځه کلنه نجلۍ ده.

دا پېښه داسې مهال ثبتېږي چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف خبرداری ورکړی و چې افغانستان د هغو هېوادونو په لیکه کې شامل دی چې پولیو په‌ کې په سیمه‌ییزه توګه فعال دی.

د معلوماتو پر بنسټ، په تېر ۱۴۰۲ او روان ۱۴۰۳ هجري لمریز کلونو کې په افغانستان کې د پولیو ۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوي او لا هم د دغه ویروس د له منځه تلو په برخه کې د ولس اندېښنې پر خپل ځای پاتې دي.

د یادونې ده چې دا مهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هغه هېوادونه بلل کېږي چې لا هم په بشپړه توګه پولیو ویروس په‌کې له منځه تللی نه دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان د تېر کال ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې ویلي و چې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ناورغۍ ۷۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.