صالح: د بې باورۍ له امله هبت‌الله د حقاني شبکې غړي د سفارتونو د امنیت له برخې لرې کړل

د افغانستان د مخکني جمهوري حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح د جمعې په ورځ د (کب دریمه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د طالبانو تر منځ داخلي اختلافات دومره زیات شوي، چې د دغې ډلې په امنیتي جوړښت کې یې مهم بدلونونه رامنځته کړي.

د امرالله صالح د معلوماتو له مخې، د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د کابل د ډېپلوماټیکو ودانیو د ساتنې مسوولیت له حقاني شبکې اخیستی او د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست (GDI) ته یې سپارلی دی.

دغه پریکړه د طالبانو کندهار مېشتي مشر کړې، چې په کابل کې د دغې ډلې له کابینې سره یې د ژور اختلاف ښکارندویي کوي.

ویل کېږي چې هبت‌الله د استخباراتي ادارې پر فعالیتونو ډېر کنټرول لري او دغه بدلون د حقاني شبکې د نفوذ کمولو لپاره یو هم ګام بلل کېږي.

تر دې وړاندې افغانستان انټرنشل په خپل یوه ځانګړي راپور کې موندلې وه، چې د ملا هبت‌الله او حقاني شبکې ترمنځ پر امنیتي مسایلو سخت اختلافات رامنځته شوي.

په دغو ناندریو کې یو هم د طالبانو د مشر له لوري له کابل څخه کندهار ته د «بدري ۳۱۳» ځانګړې قطعي لېږد بلل شوی دی.

ملا هبت الله غواړي چې د حقاني شبکې تر مشرۍ لاندې د دغه ځانګړي ځواک ځنې تجهیزات او کندهار ته ولېږدوي او دغه پوځي قطعه تر ځانته نږدې تر خپل سیوري لاندې وساتي.

افغانستان انټرنشنل ته سرچینو په یاد راپور کې ویلي وو، چې د طالبانو مشر وار دمخه د «بدري» ځواک قوماندان حافظ عزیز الدین حقاني چې د دغه ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ورور دی هم له دندې ګوښه کړی دی.

د کندهار او کابل ترمنځ ژور اختلافات

دغه بدلون د طالبانو په لیکو کې د لا پراخې سیالۍ برخه ده، چې پر کابل واکمن طالبان او په ځانګړي توګه د حقاني ډله په کې مخ په کمزوري کیدو ښکاري.

د طالبانو د مشرانو ترمنځ اختلافات د فساد، د ځمکو غصب، د ګټورو قراردادونو او داخلي سیالیو له امله ورځ تر بلې زیاتېږي.

ځینې کارپوهان دغه بدلون د هبت‌الله له خوا د کابل د سیالو ډلو د منزوي کولو او د خپلې واکمنۍ د پیاوړتیا هڅه بولي.

یو له هغو مسایلو چې د طالبانو په لیکو کې د ژور اختلاف ښکارندویي کوي، د هبت‌الله د مستقیمو امرونو نادیده ګڼل دي.

صالح ادعا کوي چې هبت‌الله خپلو چارواکو ته امر کړی و چې له رسنیو سره تصویري مرکې ونه کړي، خو د طالبانو نږدې وزیرانو دا امر له پامه غورځولی او د نفوذ ترلاسه کولو لپاره یې له رسنیو سره اړیکې زیاتې کړې دي.

هغه زیاتوي،‌ دا وضعیت ښيي چې د طالبانو مشر پر خپل حکومت دومره کنټرول نه لري لکه څرنګه چې ادعا کېږي.

امرالله صالح د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت هغه څرګندونې هم غندلې، چې ګني تر دوی وروسته افغانستان به نه وي.

دا څرګندونې د سیاسي شنوونکو له نظره د طالبانو په دننه کې د ژورو اختلافاتو یوه بېلګه ده چې ښايي د افغانستان پر سیاسي ثبات او امنیتي وضعیت منفي اغېز ولري.

شنوونکي باور لري، چې د طالبانو استخباراتو ته د ډېپلوماتیکو ودانیو د امنیت لېږد د طالبانو ترمنځ روان داخلي کړکېچونه او سیالۍ لا نورې جدي کولی شي.

دغه کار ښايي د طالبانو د مختلفو ډلو ترمنځ شخړې زیاتې کړي، چې د کابل او نورو ښارونو پر امنیت به منفي اغېز وکړي.

طالبانو چې ځان یې یوه متحده ډله ښودله، اوس له ژورو اختلافاتو سره مخ دي او که ننګوونې همداسې دوام وکړي، ښايي د دوی پر وړاندې شته ګواښونه په نږدې راتلونکي کې لا پسې ډېر شي.

شنوونکي لا ان باو لري چې دغه اختلافات د طالبانو د پاشل کیدو او واکمنۍ د پای لپاره د خطر زرغون څراغونه دي.