پاکستاني ځواکونو په ګوشتې او خاص کونړ ولسوالیو کې راکټي بریدونه او وسله والې نښتې کړي

د ننګرهار په کوشتې ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې او همدا ډول په خاص کونړ ولسوالۍ شالۍ درې سیمه کې پاکستاني ځواکونو راکټي بریدونه ترسره کړي دي.

ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې د کونړ ولایت خاص کونړ والسوالۍ په شالۍ اولۍ سیمه کې پاکستاني ځواکونو راکیټي بریدونه ترسره کړي او لا هم روان دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په شالۍ کې د پاکستان د دوامداره راکټي بریدونو له امله خلکو خپل کورنه پرېښي دي خو ددغه راکټونو له امله د مرګ ژوبلې خبر تر اوسه نه‌دی ترلاسه شوی.

بل خوا د ننګرهار ولایت، ګوشتې ولسوالۍ سره په ډېورنډ فرضي کرښه یو ځل بیا د طالبانو او پاکستاني ځواکونو له خوا د جمعې ورځې ناخته نښته شوې خو د مرګ ژوبلې په اړه دواړو خواو رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

په ګوشتې کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته له تېرو څو ورځو راهیسې وخت ناوخت ترسره کیږي.

ځايي سرچیني وايي، د طالبانو او پاکستاني پوځیانو تر منځ دغه نښتې درې ورځې وړاندې په ګوشته ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې ته چېرمه د طالبانو له لوري د یوه زغره وال ټانک لپاره د پوستې جوړولو پر سر رامنځته شوې.

ددغه دواړو بریدونو په تړاو مو هڅه وکړه چې د طالبانو له ځای چارواکو سره خبرې وکړو او نظر یې واخلو خو ونه توانېدو.

یاده دې وي چې تېره ورځ د ګوشتې ولسوالۍ ترڅنګ په دور بابا ولسوالۍ څڅوبي سیمه کې هم د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ وسله واله نښته رامنځته شوې وه.