یو افغان پانګوال کابل کې د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت روغتایي ښارګوټی جوړوي

یوه افغان سوداګر میرویس عزیزي د (کب دویمه) ویلي، چې د سرطان ناروغۍ د درملنې روغتون په ګډون یې په کابل کې د یوه لوی روغتیایي ښارګوټي د جوړولو تابیا کړې. نوموړي دغه روغتیايي ښارګوټی د خپلې لور «فرشته عزیزي» په نوم کړی، چې د سرطان په ناروغۍ تېر کال مړه شوې وه.
دغه افغان سوداګر، چې کابل ته یې یو ورځنی سفر درلود په همدې تړاو یوې غونډه کې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تر څنګ د یو شمېر لوړ پوړو طالبانو سره یو ځای رسنیو ته راښکاره شو.
میرویس عزیزي ویلي چې د ده لوري جوړیدونکی روغتیایي ښارګوتی به د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت جوړ شي چې د سرطان ناروغۍ ۴۰۰سوه بستریز روغتون به هم په کې شامل وي. هغه زیاته کړې چې په دغه روغتیايي ښارګوټي کې به ۲۰۰سوه بستریز زېږنتون، د لس زرو یتیمو ماشومانو پالنځای، ښوونځی، طبي پوهنتون، د نرسنګ او قابله ګۍ ښوونځی، د زده کړیالانو د استوګنې لپاره لیلیه او د ډاکټرانو په ګډون د استادانو لپاره به یې د اوسیدو کمپلېکس هم په دغه پروژه کې شامل وي.
د دغه افغان سوداګر په خبره، دغه روغتیايي ښارګوټي به د کابل ښار اړوند اتمه ناحیه کې په ۳۵۰ جریبه ځمکه کې جوړ شي او نوم به یې د ده د لور «فرشته عزیزي طبي ښارګوټي» په نامه وي چې د سرطان د ناروغۍ له کبله تېر کال مړه شوې ده.
میرویس عزیزي همدا راز په یاده غونډه کې خپله یوه پخوانۍ ژمنه بیا تازه کړې، چې له مخې یې غواړي په راتلونکو پنځه کلونو کې د افغانستان دننه د انرژۍ د تولید د سکټور په برخه کې «لس میلیارده» ډالره پانګونه وکړي.
د هغه په وینا؛ د دې پروژې په لومړۍ برخه کې به د کابل ښار لپاره د ۲۰۰سوه میګاواټه لمریزې برېښنا د جوړیدو پلان لري چې په وینا یې د «کب په دریمه» نن د جمعې په ورځ به پیل شي او په راتلوکو اتو میاشتو کې به بشپړه شي.
د عزیزي ګروپ مشر وايي، پلان لري چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د دغه پروژې په بشپړیدو سره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا د تولید لسګونه مرکزونه جوړ کړي چې د شاوخوا «لس زره» میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت به ولري.
افغانستان یو له هغو هېوادونو ګڼل کېږي چې د سرطان ناروغۍ تر څنګ د بېلابېلو ناروغیو لپاره ځانګړي روغتونونه نه لري او په روغتیايي برخه کې افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
کارپوهان باور لري که رښتیا هم دغه پروژه عملي شي؛ نو د هېواد په روغتیايي سکټور کې به د پام وړ بدلون رامنځته کړي او د ناروغانو لپاره به د درملنې غوره زېری وي.
همدا راز په کور دننه د برېښنا د تولید په برخه کې لویې ستونزې سره مخ دی او همدا اوس د کابل په کډون په بېلابېلو ولایتونو کې له ازبکستان او ترکمنستان هېواد له وارداتي برېښنا څخه ګټه اخیستل کېږي.
که څه هم په کور دننه د لمریزې برېښنا او اوبو بندونو جوړیدو پراخ فرصتونه شته؛ خو دې برخې ته نه هم پخوانیو حکومت او نه هم پر افغانستان اوسنیو واکمنو چندان پاملرنه نه ده کړې.
میرویس عزیزي تر دې مخکې د هرات له زلزله ځپلو سره هم مرستې کړې وې او هغه مهال یې هم د لس میلیارده ډالرو د پانګونې یادونه کړې وه.
که څه هم په خواله رسنیو کې یو شمېر افغانان د میرویس عزیزي دغو ژمنو ته د شک په سترګه ګوري ؛خو وبه لیدل شي چې نوموړی دا ځل د دغو ژمنو عملي کولو کې څومره ثابت پاتې کېږي.