اتلانو جام؛ افغانستان خپله لومړنۍ لوبه کې له سوېلي افریقا ماته وخوړه
افغانستان د اتلانو جام کرېکټ سیالیو کې له سوېلي افریقا د ۱۰۷ منډو په توپیر ماته وخوړه. افغان ملي لوبډلې د سوېلي افریقا له لوري ورکړل شوی د ۳۱۶ منډو هدف پوره نه کړ او په دغو سیالیو کې یې خپله لومړنۍ لوبه وبایلله.
په دغه لوبه کې د افغانستان لوبډلې په ګټه رحمت شاه زرمتي تر ټولو ډیرې ۹۰ منډي جوړې کړې.
د لوبې پچه سوېلي افریقا وګټله او لومړۍ یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د سوېلی افریقا لوبډلې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د ریان ریکلیټون د ۱۰۳ منډو په مرسته په ۵۰ اورونو کې ۳۱۵ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې د ۳۱۶ منډو هدف ورکړ.
په توپ اچونه کې بیا د افغان لوبډلې له لوري محمد نبي په لس اورونو کې د ۵۱ منډو په بدل کې د سیالې لوبډلې دوه ویکټې، عظمت الله عمرزي، فضل الرحق فاروقي او نور احمد یوه یوه ویکټه واخیسته او راشد خان او ګلبدین بیا هیڅ وېکټه وانخیستله.
د سوېلي افریقا د ۳۱۶ منډو هدف پوره کولو په موخه د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې د افغان لوبډلې پیلیز توپ وهونکي رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ د توپ وهنې په موخه لوبغلي ته ګوز شول، خو د لوبې د ګټلو منډې جوړې نه کړي.
رحمن الله ګربز د ۱۴ توپونو په لوبلو د لسو منډو په مقابل کې خپله وېکټه له لاسه ورکړه او ابراهیم ځدراڼ بیا د ۲۹ توپونو په لوبولو سره د ۱۷ منډو جوړولو وروسته خپله وېکټه له لاسه ورکړه.
ورپسې صدیق الله اتل په ۳۲ بالونو ۱۶ منډو جوړولو وروسته وېکټه له لاسه ورکړه، لوبډلمشر حشمت الله شاهدي په صفر وسوځید او عظمت الله عمرزي هم په ۲۷ توپونو د ۱۸ منډو جوړولو وروسته خپله وېکټه له لاسه ورکړه.
افغانستان په اتلانو چام کې دوهمه لوبه د چهار شنبې په ورځ د انګلستان ملي لوبډلې سره کوي.
د کرېکټ اتلانو جام سیالیو کې تردې مهاله هندوستان، نیوزیلانډ او سوېلي افریقا خپلې لومړۍ لوبې ګتلي دي.