د کرېکټ اتلانو جام سیالۍ؛ افغانستان نن له سویلي افریقا سره خپله لومړنۍ لوبه کوي

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، چې د (کب دریمه) د کابل پر د ماسپښین ۱:۳۰ دقیقې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله له سویلي افریقا سره د اتلانو جام سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه کوي.

افغان کرېکټ بورډ ویلي، چې دغه سیالي به د کوربه هېواد پاکستان د کراچۍ ښار په ملي لوبغالي ترسره شي.

د دغه لوبو لوبډلمشري حشمت الله شهیدي کوي او د راشد خان تر څنګ به په کې توپوهنګی رحمان الله ګربز هم د لوبډلې برخه وي.

د دغه لوبې لپاره (کب دویمه) تېر مازیګر افغان لوبغاړو تمرینونه هم کړي، چې په کې د توپ اچونې او توپ وهنو روزنکو لوبغاړو ته ځانګړې مشورې هم ورکړي دي.

ګلبدین نایب د کرېکټ بورډ له لوري په خپرې شوې ویډیو کې وویل: «د دغه لوبې د ګټلو لپاره به خپلې هڅې کوي.

چټک توپ اچوونکي فضل حق فاروقي په خندا خندا کې ویلي: «پاکستان ته چې راغلي یو بېخي ګرمه کې یو.»

راشد خان په یوې ویډیو کې د لاسونو په خورولو سره ښودلې چې له سویلي افریقا سره لوبې ته بېخي چمتو دی.

د هندوستان لوبډلې پاکستان ته د اتلانو جام ورتګ سیالیو څخه انکار کړی او ادعا یې کړې وه، چې هلته یې امنیت خوندي نه دی.

د کرېکټ د نړۍوالې شورا د پرېکړې له مخې به هندوستان د دغه جام خپلې ټولې لوبې په متحده عربي اماراتو کې کوي.

بلخوا پاکستان د دغه جام د سیالیو په لومړۍ لوبه نیوزیلنډ ته د۶۰ منډو په توپیر لوبه وبایلله.