د ترکیې پولیسو لسګونه افغان کډوال ونیول

د ترکیې رسنۍ وايي چې د دغه هېواد پولیسو په وان ښار کې په یوه باروړونکي موټر کې تر یوې څارنې او پلټنې وروسته ۶۹ناقانونه افغان کډوال نیولي دي.
رسنیو د جمعې په ورځ (د کب ۳مه) د ترکیې پولیسو په حواله زیاته کړې چې په دې پلټنه کې پنځه نور کسان د انساني قاچاق په تور نیول شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ، دغه باروړونکی موټر د ترکیې له وان ښار څخه د دغه هېواد لوېدیځو ښارونو ته پر روان و چې د لارې په اوږدو کې د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
په راپورونو کې راغلي چې د افغانانو شوې ډله د کډوالو د ساتنې مرکزونو ته لېږدول شوې او انساني قاچاقبران بیا عدلي او قضايي ارګانونو ته پېژندل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې پولیسو په دې وروستیو کې د ناقانونه کډوالو د پلټنې او توقیف عملیات پیل کړي دي.
د یادونې ده چې د دغه هېواد پولیسو څه موده مخکې هم په ایرزورم او سیواس ښارونو کې ۷۵ناقانونه او بې اسناده افغان کډوال نیولي وو.