په پښتونخوا کې په صوبایي کچه د لوبو فیسټیوال پیل شو

په پښتونخوا کې د لوبو فیسټیوال نن پیل شو، چې پکې د دغې صوبې د بېلا بېلو سیمو ۲۳۸۰ لوبغاړو ګډون کړی دی. د لوبو دغه میله چې څو ورځې به دوام وکړي ۱۰۴۳ ښځینه لوبغاړو هم پکې ګډون کړی دی.

د پښتونوخوا د لوبو میلې پرانېستنه د پنج شنبې په ورځ د پېښور په قیوم لوبغالې کې وشوه.

د دغو سیالیو رسمي پیل نن وشو او د لوبو په دغه میله کې ۲۳۸۰ تنو د بېلا بېلو ورزشونو لوبغاړو ګډون کړی، چې له دې جملې ۱۰۸۳ پکې لوبغاړې هم دي.

په دغو سیالیو کې نور کلونه د پښتونخوا د مرکز ترڅنګ د یادې صوبې د ولسوالیو او لري سیمو لوبغاړو هم ګډون کړی، خو سږ کال د پاکستان د نورو صوبو لوبغاړو هم پکې برخه اخیستې ده.

د ورزشي لوبو په دغه میله کې ۱۶ ډوله لوبو کې نارینه وو او ۱۲ ډوله لوبو کې ښځې برخه اخلي.

یادې سیالۍ د څلورو ورځو لپاره کیږي.

د لوبو دغه میله چې د پښتخوا صوبې په تاریخ د لوبو یوه لویه میله بلل کیږي د پیښور سپورټس کمپلیکس، عبدالولي خان سپورټس کمپلیکس چارسده، د پیښور بورډ سپورټس ګراونډ، حیات اباد سپورټس کمپلیکس، د پاکستان سپورټس بورډ کوچینګ سنټر، پی ایس بي هال، د پیښور پوهنتون او کوهاټ سپورټس کمپلیکس کې ترسره کیږي.

په دې لوبو کې اتلیټکس، فوټبال، هاکي، والیبال، باسکیټبال، کاراټه، تکواندو، سوک وهنه، سکواش، ټینس، بیډمنټن، جمناسټیک، تروبال، جوډو، ووشو او هینډبال شامل دي.

دغه سیالۍ هر کال په پېښور کې ترسره کیږي او د بېلابېلو ورزشونو سلګونه لوبغاړي پکې ګډون کوي.