ایران کې د اعدامونو زیاتوالی؛ يوازې په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۸۰ افغانان اعدام شوي

د ایران د بشري حقونو سازمان په خپل کلني راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د ایران حکومت لږ تر لږه ۸۰ افغان وګړي په دار ځړولي دي. دغه سازمان وايي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د اعدام شویو افغانانو د شمېر پرتله درې برابره زیاتوالی راغلی.

د ایران بشري حقونو سازمان د راپور له مخې، په «۲۰۲۳ کال کې ۲۵ افغانان او په ۲۰۲۲ کال کې ۱۶ افغانان» په ایران کې اعدام شوي وو.

د ایران د بشري حقونو سازمان چې دفتر یې په ناروې کې دی ویلي، چې ایران د افغان وګړو پر ضد خپلو له «توپیري چلند» ډکو تګلارو ته زور ورکړی او د هغوی ځورونه یې زیاته کړې ده.

پر اعدام شویو افغانانو تورونه

ایراني چارواکو افغان وګړي د بېلابېلو تورونو پر بنسټ اعدام کړي دي. راپور ښيي یو افغان چې له رواني ناروغۍ کړېده، د «محاربه، بغی او افساد فی‌الارض» یا په ځمکه کې د فساد خپرولو په تور اعدام شوی.

همداراز ۹ تنه افغانان د جنسي تیریو په تور، ۳۹ نور د مخدره توکو د قاچاق په تړاو او ۳۱ افغانان د وژنو په قضیو کې د ښکېلتیا له امله اعدام شوي دي.

سربېره پردې سازمان وایي، چې «۲۴ اعدام شوي افغانان هویت په سمه توګه نه دی په ډاګه شوی او یوازې د دوی د نومونو یادونه شوې ده.

راپور زیاتوي چې یو افغان وګړی په علني توګه د خلکو په مخ کې په دار ځړول شوی دی.

د معلوماتو له مخې، افغان وګړي د ایران د ۱۵ ولایتونو په زندانونو کې اعدام شوي چې ۳۱ اعدامونه یوازې د البرز/تهران په زندانونو کې ترسره شوي دي.

د ایران بشري حقونو سازمان د راپور پر بنسټ یوازې د شپږو افغانانو د اعدام خبرونه په رسمي ډول اعلان شوي دي.

د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په ایران کې د افغانانو د اعدامونو زیاتوالی

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، چې افغانان په ایران کې د اعدام شویو غیر ایراني وګړو تر ټولو لوی شمېر جوړوي.

راپور ښيي چې د ۲۰۲۱ کال د سبټمبر تر میاشتې پورې په ایران کې د افغان وګړو د اعدام کوم راپور نه و، خو په تېرو ۳۵ ورځو کې ۵ افغانان اعدام شول.

دغه سازمان ۲۰۲۱ د اکټوبر میاشت کې خبرداری ورکړی و، چې د طالبانو د واک ته رسېدو له امله د افغان وګړو د اعدام خطر زیات شوی دی.

واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، په ایران کې د افغانانو د اعدام لړۍ تر بل هر وخته چټکه شوې ده. 

راپور زیاتوي، چې ایراني چارواکي د افغان وګړو په دار د ځړولو رسمي اعلان نه کوي او ډېری افغان زندانیان په یاد هېواد کې نه د کورنۍ غړي لري او نه هم قانوني وکیلان، څو د دوی قضیې مخ ته یوسي.

سازمان ټینګار کړی چې د اعدام شویو ریښتینې شمېرې ښايي له ثبت شویو هغو څخه لوړې وي.

په دې ترڅ کې، د طالبانو د سترې محکمې اداري مرستیال عبدالمالک حقاني د یوې پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر کړی او له ایراني چارواکو یې غوښتنه کړې وه، چې د افغان زندانیانو لېسټ ورته ور وسپاري.

حقاني له ایراني چارواکو غوښتي وو، چې «د اسلامي ورورلۍ» له مخې دې د افغان زندانیانو پر وړاندې نرمي وکړي او د اعدام پر ځای دې بدیلې لارې ولټوي.