کورمه کې د شخړې اور ولې نه مري؟

افراسیاب خټک
افراسیاب خټک

پخوانی سناتور او د سیمه ییزو چارو شنونکی

په تیرو څو ورځو کې په کورمه کې د ژورې شخړې د اور لمبې یو ځل بیا په اوچتیدو دي. د فرورۍ په ۱۷ په کوزه کورمه کې له مندوري کلي سره د ۷۰ ټرکونو پر قطار، چې پاړه چینار او بره کورمې ته یې خوراکتوکي، دارو او نور ضروري سامان رساوه، په منځ او شا ته برخه ۷ ځایه سني وسلوالو برید وکړ.

په دې بریدونو کې د ټرکونو څلور ډرایوران ژوبل شول چې پکې یو وروسته مړ شو.

بریدګرو او د هغوی پلویانو له ځینې ټرکونو د خوراک شیان او دارو هم چور کړل.

د ټل او پاړه چینار سړک له تیرو څلورو میاشتو سني افراطی ټوپکمارو د پاړه چینار او بره کورمې د اهل تشیع د تګ راتګ لپاره بند کړی او بره کورمې ته یې د اړتیا وړ سامان په وړلو هم بندیز لګولی دی.

د پښتونخوا صوبايي او د پاکستان مرکزي حکومت ډیرې غونډې، جرګې او مشاورتونه وکړل او بیا یې د پولیسو او د سرکاري ملیشو په بدرګه د خوراکي موادو او درملو د لیږدولو سلسله پیل کړه. خو دې تازه بریدونو دا حقیقت را برسیره کړ چې د ټل پاره چینار سړک په شاوخوا کې وسله والې ډلې په پوره قوت سره موجودې دي او هغوی هیڅوک د پاړه چینار محاصرې ختمولو ته نه پریږدي او پاکستاني جرنیلان هم د دوی په ځپلو کې جدي نه دي.

که په دې خبره کې څه شک پاتې وو نو هغه داسې لرې شو چې د خوراکتوکو وړونکو ټرکونو باندې له برید نه په بله ورځ په هم دغه سړک باندې د کورمې د ملیشې کوماندان (د پاکستان یو کرنیل یعنې ډګرمن ) او د هغه په ساتونکو هم د ټوپکوالو برید وشو چې پکې د ملیشې د کوماندان څلور ساتونکي ووژل شول او یو شمیر نور یې ټپیان شول.

د دې نه پس د پاکستان پوځ په کوزه کورمه کې د یوې میاشتې پس یو ځل بیا په اصطلاح د پوځي عملیاتو تصمیم ونیو او د کوزې کورمې د اوچت، ډاډ کمر، مندوري او بګن په ګډون یې د څلورو کلیو وګړو ته اخطار ورکړ چې کورونه خالي کړي او د خپلو کلیو نه دې کډه وکړي تر څو پوځ د شر خوښو په ضد په دغه سیمه کې عملیات پیل کړي.

د کورمې شخړه په حقیقت کې په ټوله معنا هغه ژوره او کړکیچنه شخړه ترسیموي، چې پکې د پاکستان جرنیلانو په تیرو ۴۵ کلونو کې پښتونخوا د خشونت نه ډک بې لارېتوب او د زبر ځواکونو په نیابتی جګړو کې د پښتون/افغان د وینې په قیمت د پیسې ګټلو د کاروبار د لاسه ښکیله کړې ده.

د کورمې د شخړې په تحلیل کې ډیر خلک دا اشتباه کوي چې هغوی د دغې ژورې او پیچیده شخړې تحلیل او څیړنه تش د یوه بعد او یا د دوو ابعادو په اساس کوي، په داسې حال کې چې دغه شخړه داسې ګڼ ابعاد لري، چې د شخړې د پیچلتیا، ژورتیا او د خشونت د ادامې سبب ګرځیدلي دي او حل لاره یې د دغو ټولو ابعادو په نظر کې نیولو نه پرته موندل کیدای نه شي.

د مثال په توګه د کورمې زرخیزه، شنه او اباده ځمکه د پخوا نه ډیره قیمتي وه، خو د نفوسو د شمیر په زیاتیدلو، په سیمه کې د ښارونو د پراخیدلو او د خلیج او د نورې نړۍ په هیوادونو کې کارکوونکو له خوا د رالیږل شوو پیسو په وجه په کورمه کې د ځمکې ارزښت لا زیات شوی.

دا چې د مرکزي کورمې په کومو سیمو کې اهل تسنن او اهل تشیع یو ځاې اوسیږي، چې هر کله د ځمکې په ملکیت تنازعه پیدا کیږی نو سملاسي فرقه وارانه رنګ نیسي، چون دولتي نظام په سیمه کې ضعیف او بې غوره دی، نو په تنازعه کې ښکیلې کورنۍ مذهبي فرقو ته مراجعه کوي، ځکه چې دغه مذهبي فرقې خپل خپل سیاسي او وسله وال تشکیلات لري.

بل عامل یې قبایلي دی، توري، بنګښ او څمکني قبیلې د مذهبي فرقو نه زیات قدامت لري، ډیر په خوا زمانه کې د قبیلو تړون، انسجام اوتشکیلاتود مذهبی فرقو نه زیات قوت درلود، خو په افغانستان کې د جهاد په نوم جنګ کې د زبر ځواکونو د پانګونې او ایران کې د امام خمیني په مشرۍ انقلاب نه وروسته په کورمه کې فرقه يي انسجام غلبه ومونده، ځکه چې په سنیانو کې ډیرې ډلې د ډیورانډ کرښې دواړو خواو ته د مجاهدینو په نوم او د شریعت د نفاذ د دعوې سره په جنګ کې بوختې شوې، چون قبایلي سیمه په افغانستان کې د جنګ لپاره د خیز په تختې بدله شوه نو په ننګرهار او پکتیا کې جنګ لپاره ځینو ډلو په کورمه تګ راتګ پیل کړ.

د ایران د انقلاب نه وروسته د اهل تشیع ډیرو مشرانو هم د تحریک نفاذ فقه جعفریه په نوم نهضت تاسیس کړل او په کال ۱۹۸۸ کې د ټول پاکستان د اهل تشیع د ستر مشر عارف حسین الحسیني، چې پخپله هم د کورې مې و، د وژل کیدو نه وروسته د سني شیعه تر مینځه انقطاب زیات شو.

د بهر ملکونو جاسوسي ادارو هم په دې شخړه کې لاس وواه، نورو هیوادونو نه ایډیالوجۍ، پیسې او جدیدې او خطرناکې وسلې راغلې، نړیوالو ترورستي سازمانونو په سیمه کې نفوذ ترلاسه کړل.

په ۱۹۹۶ کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره د کورمې په اهل تشیع کې تشویش وزیږید، په ۲۰۰۷ کې د ټي ټي پي د جوړیدو نه وروسته دغه تشویش نور هم ژور شو، ځکه چې اهل تشیع د یوه لږکي په توګه ځان ته د دواړو خواو نه د محاصره کیدو خطر احساس کړ، په نږدې کلونو کې د پښتنو د قباییلي سیمې افراطي عناصرو په سوریه کې کیدونکي جنګ کې هم برخه واخسته او د هغه جنګ تاوتریخوالی جنګیالو لخ ځانه سره دې سیمې ته راوړ.

د پاکستان پوځ او استخباراتي موسسو ځکه د دغو افراطي او ترورستي سازمانونو په ضد قاطع ګام پورته نه کړل چې هغوی د طالبانو او یو شمیر نورو سازمانونو نه په افغانستان کې د بې ثباتۍ او هرج مرج پیدا کولو او پښتونخوا کې د ملتپالو عناصرو د تضعیف لپاره کارول او دغه پالیسي د ابر قدرتونو د یوه اوبل په ضد د غیر مستقیمې جګړې برخه هم وه.

دغه لوبې تر اوسه روانې دي، د ترهګرۍ خلاف د پاکستان د واکمنانو لافې شافې داسې دي لکه څوک د اوبو نه ډک دیګ لاندې تیز اور بل ساتي او د پاسه نه پرې فزیکي فشار اچوي او چیغې هم وهي چې اوبه خوټکیدو ته نه پریږدم، دوی ځکه هم دا کار کوي چې وینه خو د پښتون توییږي، دوی یې غم نه کوي.