حماس په غزه کې د څلورو یرغمل شویو اسراییلیانو جسدونه سره صلیب ته وسپارل

حماس د یوې ښځې، د هغې د دوو ماشومانو او یو بل ۸۳ کلن اسراییلي سړي جسدونه د سره صلیب نړۍوالې کمیټې ته سپارلي دي. دغه جسدونه نن پنجشنبې (د کب دویمه) په خان یونس کې د سره صلیب نړۍوالې کمیټې ته سپارل شوي دي.
د حماس ډلې ویاند ویلي، چې دغه څلور یرغمل شوي کسان یې ژوندي ساتلي وو؛ خو د جګړو پرمهال د اسراییل الوتکو هغه ځایونه بمبار کړل، چېرې چې دغه یرغمل شوي کسان پکې ساتل کېده.
د دغو جسدونو د سپارلو پرمهال د سټیج په سر د حماس لهخوا د نتنیاهو بنرونه هم لګېدلي و، چې پکې لیکل شوي و:« جنګي مجرم نتنیاهو او د هغه نازي پوځ د جنګي الوتکو څخه توغندي ووېشتل او یرغمل شوي کسان یې ووژل.»
د حماس لهخوا په لګول شويو بنرونو کې لیکل شوي:« موږ د اوربند تړون په لاسلیک کولو سره انعطاف ښودلی دی.»
د یادونې وړ ده چې د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د تړون له مخې، د دواړو خواوو ترمنځ د بندیانو تبادله لاهم روانه ده.
له بل پلوه د حماس ډلې ویاند طاهر النونو ویلي، که اسراییل دایمي اوربند ته غاړه کېږدي او خپل ټول ځواکونه د غزې له تړانګې وباسي؛ نو دغه ډله چمتو ده، چې د اوربند تړون په دویم پړاو کې ټول یرغمل شوي کسان پر یو وخت خوشې کړي.